هند تېره شپه له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته ویزي ورکړي

د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

هندي رسنۍ وايي، حکومت یې د کابل په کارته‌پروان کې د افغان اهل‌هنودو پر یوه عبادت‌ځای له برید وروسته، تېره شپه ناوخته له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برښنايي ویزي ورکړي دي.

دا خبر ایشین نیوز انټرنېشنل رسنۍ نن سهار د هند په کورنیو چارو وزارت کې د چارواکو له قوله خپور کړی دى.

په ورته ګڼو هندي خبریالانو هم دا خبر تایید کړی او په خپلو رسمي ټویټرپاڼو یې خپور کړی دی.

خو د هند حکومت رسماً په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند په نوي ډیلي کې د سېکانو د ګوردوارو یا عبادت‌ځای د تنظیم کمېټې پرون له افغان سېکانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د هند له حکومت یې وغوښتل چې له ټپي شویو سکانو سره بېړنۍ مرسته وکړي.