د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په ځنګلونو کې له وروستیو لګېدلو اورونو سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا دا د اقلیم د بدلون نښه ده؟
د چاپيریالي مسایلو پوه عبدالولي مدقق وایي، له نړیوال اقلیمي بدلون څخه افغانستان هم مستثنی نهدی او په ځنګلي سیمو کې دغه اورونه، وچکالي، د اوبو کمېدا او نور یې ښکاره بېلګې دي.
په دې اړه نوریاس نوري له ښاغلي مدقق څخه د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې چې په هغو سیمو کې چې اورونه لګېدلي، د سیمې د اوسیدونکو په خبره د پراخېدو یو علت یې تند بادونه دي، ایا دا د اقلیم د بدلون نښه ده؟
Your browser doesn’t support HTML5