طالبان وايي، روسي او ترکي کمپنۍ غواړي چې په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د خمیس مخیانوف په نوم د یوې روسۍ کمپنۍ استازي د یاد وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ډبرو له سکرو څخه برښنا تولید کړي.
د اوبو او برښنا وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، دا شان د ایمین الکترسیتي په نوم د یوې ترکي کمپنۍ مسوولانو هم د یاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، خو دا یې نه دي ویلي، چې دوی به له کومو منابعو څخه په استفادې برښنا تولیدوي.
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت ویلي، چې ګڼو بهرنیو کمپنیو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، خو په تېرو لسو میاشتو کې هېڅ یوې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې عملاً پانګونه نه ده پیل کړې.