د بېپولې خبریالانو سازمان وايي، تېره یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې ۱۲ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د خبریالانو د خپلسرو نیونو په اړه د بېپولي خبریالانو سازمان اندېښنه وښوده.
دغه سازمان خپل یوه راپور کې چې پرون یې خپور کړی لیکلي، وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو لهخوا ۱۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي شوي او زنداني شوي دي.
دې سازمان د خبریالانو خپلسري نیول غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې د خبریالانو د خوندیتوب او د ټولیزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د ۱۲ خبریالانو د نیولو ادعا نه مني او وايي، ډېری خبریالان چې نیول شوي قضیې یې جنايي دي.
هغه وویل: "توصیې ورته شوي او څوک نهدي مجازات شوي. یو شمېر خبریالان چې نیول شوي قضیې یې له رسنیو پرته جنايي دي او په څو محکمو کې پرې کار روان دی."
دا په داسې حال کې ده، چې تازه په کاپیسا کې د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې یوه اعلامیه کې لیکلي، د دې ټولنې ولایتي مرستیال عبدالحنان محمدي لا درکه دی.
دې ټولنې د ښاغلي محمدي د کورنۍ له قوله لیکلي، هغه پرون له خپل یو ملګري سره د دې ولایت د اولې حصې له سیمې لا درکه شوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنيزو بنسټونو فدراسیون د رهبرۍ غړى ګل محمد ګران د خبریالانو نیول د اندېښنې وړ بولي.
هغه وايي: "یوازینۍ لاره دا ده چې حکومت د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي. د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون جوړ کړي او ټول قضیې چې د رسنیو او خبریالانو اړوند دي دې کمېسیون ته ولېږي او هغوی یې په اړه پرېکړه وکړي."
هاخوا یو شمېر خبریالان وايي، طالبان هیڅکله د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په خپلو ژمنو نه درېږي.
افغان خبریال واجد روحاني وویل: "د طالبانو په واکمنۍ په رسنیو او خبریالانو فشار خپل اوج ته رسېدلی دی. د یوه خبریال په توګه له طالبانو هېڅ هیله نهلرم او هېڅ فکر نه کوم چې دا ډله د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي."
د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې چې په ۱۳۹۲ کال کې توشیح شو، هېڅ یو بنسټ اجازه نهلري چې د خبریالانو د قضیو په اړه د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې د کمېسیون له څارنې او اجازې پرته هېڅ یو خبریال ونیسي یا یې هم قضیه عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږي.
خو طالبانو بې له دې چې د رسنیو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون جوړ کړي، د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې خبریالان نیولي او زنداني کړي یې دي.
د بېپولي خبریالانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ له تېرې میاشتې راهیسې، خالد قادري، مېرزا حسيني، جمالالدین دلدار، خان محمد سیال، بصیر مصمم، اوغ بیګ غفوري، فېروز غفوري، جواد اعتماد، علي اکبر خیرخواه، رومان کریمي او موټر چلوونکی یې او فرزاد هغه کسان دي چې طالبانو نیولي او زنداني کړي دي.
خو له دوی یو شمېر کسان یې بېرته خوشې او ځینې یې لا د طالبانو په بند کې دي.