د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې ميليونونه بې ځايه شوي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

ارشيف، يو شمېر بې ځايه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، په افغانستان کې میلیونونه بې ځایه شوي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمنتس پرون (د جون په ۱۲ مه) وویل چې هغه د میلیونونو اړو افغانانو د مرستې لپاره افغانستان ته تللې ده.

نوموړې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې په دغه هېواد کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا ده.

کیلي کلیمنټس پرون (جون ۱۲) د کابل هوايي ډګر ته په رسیدو سره د خپل سفر د هدف په اړه وویل: "زه دلته او دې هېواد ته راغلې یمه چې وګورم څنګه کولای شو د افغانستان د خلکو ښه ملاتړ وکړو."

اغلې کلیمینټس د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د حقونو په تامینیدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښځې باید په ټولنیز ژوند کې د ګډون اجازه ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستياله کيلي کليمنټس

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د مارچ په میاشت کې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې تېر کال په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰ زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

د راپور له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله له پنځه نیم میلیونو ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې د ایران او پاکستان په شمول چې لویه برخه افغان کډوال پکې اوسېږي په بهر کې د ټولو افغان کډوالو شمېر شاوخوا شپږو میلیونو ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل حقاني د یو ان اچ سي ار د مرستیالې سفر مثبته وباله او د مرستو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي وويل:

"د یو ان اچ سي ار پروګرامونه په افغانستان کې یقیني د ستاینې وړ دي.

په هره برخه کې له ټولو زیات یې له موږ سره همکاري کړې ده. په راتلونکي کې هم د افغانانو لپاره له دوی تمه لرو چې دا مرستې جاري وساتي."

یو ان اچ سي ار افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو د هستوګنځایونو، هغوی ته د لومړنیو مرستو او اصلي سیمو ته د کورنیو بې ځایه شویو افغانانو په ستنېدو کې مرستې کوي.

له دې سره سره ملګري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له هېواده د وتلو په لټه کې د افغانانو شمېر زیات شوی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اټکل کوي چې افغانستان له سوریې او وینزویلا وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال او بې ځایه شوي خلک لري.