له څو اونیو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین پلازمېنه کیف تېره شپه څو چاودنو ولړزوه.
د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیتچکو ویلي، تېره شپه د ښار په دوو ناحیو کې څو چاودنې شوي او ژغورنډلې سیمې ته رسېدلي دي.
نوموړي پر خپل ټېلیګرام چېنل دغو چاودنو کې د یوه کس د ټپي کېدو خبره تایید کړې او ویلې یې دي، د نورې مرګ ژوبلې راپور یې لا نه دی ترلاسه کړی.
کییف کې د شویو دغو چاودنو څرنګوالی لا معلوم شوی نه دی.
له تېرو څو اونیو راهیسې که څه هم پلازمېنه کییف کې د بمبارۍ د خطر زنګونه اورېدل شوي دي، خو دې موده کې لومړی ځل دی چې د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
روسیې خپل پوځیان څو اوونۍ وړاندې د کییف له شاوخوا سیمو بهر کړي او ټول تمرکز یې پر ختیځه سیمه دونباس او د اوکراین پر جنوب ختیځ دی.
دونباس سیمه لا هم د شدیدو جګړو شاهده ده او تازه په سیویرودونڅک ښار کې، چې د روسیې تر کنټرول لاندې دی، اوکرایني ځواکونو ځینې سیمې نیولي دي.
په دې اړه نور:
اوکرایني ځواکونو د سیورو-دونیڅک له لاسه وتلې ځینې سیمې بېرته نیوليد اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي پرون په خپله ورځنۍ وینا کې د سیویرو دونڅک وضعیت ډېر ترینګلی یاد کړ او ویلي یې دي چې د سړک سر جګړې په کې روانې دي.
زیلنسکي ویلي، چې دې سیمه کې په دوامداره توګه د بمبارۍ، توپونو او توغندیو ډزې اورېدل کېږي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي
پر دې ښار سربیره پرون" د جون په ۴مه" د اوکراین په لوهانسک سیمه کې د لږ تر لږه ۱۱ کسانو د وژلو راپور ورکړل شوی.
روسیې ادعا کړې، چې سیویرودونیتڅک ښار نه اوکرایني ځواکونه وتلي، خو د دغې سیمې ښاروال بیا دا ادعا رد کړې او زیاته کړې ده، د دوی ځواکونو دغلته دفاعي لیکه جوړه کړې ده.
د سیویرودونیتڅک ښاروال ویلي، د دوی ټوله هڅه اوسمهال داده چې دا ښار بیرته خپل کنټرول کې راولي.
روسیې د اوکراین په ختیځ کې د لا ډېرې سیمې د لاندې کولو لپاره جګړه روانه ساتلې، دا هغه سیمه ده چې له پخوا په کې روس پلوه بیلتون غوښتونکي هم فعال وو.
بل لورته لویدیځ قدرتونه د اوکراین په ملاتړ ولاړ دي او دغه هېواد ته د روسیې ضد جګړې لپاره نوي پوځي تجهیزات ورکوي.
تېره اوونۍ امریکا اوکراین ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته تایید کړه، چې دې ډله کې د هغو توغندیز سیستم مرسته هم شامله وه چې تر ۷۰ کیلو متري واټن پورې هدف ویشتلی شي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري مېدوېدیف خبر داری ورکړی، چې که اوکراین د امریکا په مرسته شویو وسلو د روسیې خاوره وولي، دوی به یې ځواب کې لویدیځ ښارونه په نښه کړي.
امریکا بیا ویلي، اوکراینیانو دا ډاډ ورکړی چې په نوي توغندیز سیستم به د روسیې خاوره نه په نښه کوي.
روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین بې دلیله یرغل پيل کړ، چې ترڅ کې یې لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.