اوکراین وايي، په سیورو-دونیڅک ښار کې یې ۲۰ فیصده له لاسه وتلې خاوره بېرته نیولې ده.
اوکراین وايي، سره له دې چې د دونباس سیمې د نیولو لپاره د روسیې پوځي عملیات روان دي، اوکرایني ځواکونو په سیورو-دونیڅک ښار کې ۲۰ فیصده هغه ساحې بېرته نیولي چې له لاسه یې وتلې وې.
کییف وايي، اوکرایني ځواکونه کولی شي، د نښتو له دوام سره- سره دغه نیول شوې سیمې د دوو اوونیو لپاره وساتي.
په لوهانسک کې د پوځي ادارې مشر، سرهې هایدې ویلي، چې اوکرایني ځواکونه په سیورو-دونیڅک کې دننه د خپلو سنګرونو خوندي ساتلو ته دوام ورکوي او په څو سیمو کې د روسي ځواکونو په شا تمبولو په حال کې دي.
په عین کې د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې دوې اوونۍ په کار دي، څو د اوکراین د جګړې جبهې ته، د هایمرس په نوم د امریکا پرمختللې راکټي دستګاه ورسېږي.
دا هغه سیسټم دی چې چې په ۸۰ کیلومترۍ کې هم اهداف ویشتلی شي.
د دونیڅک والي پاولو کیریلینکو ویلي، دا مهال روسي ځواکونه د اسلوویانسک ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې حضور لري.
د اوکراین د جنوبي ښار اودیسه یوه چارواکي ویلي، چې د روسیې یو توغندی د کرنیزو محصولاتو پر یوه ذخیره لګېدلی او دوه کسان یې ټپیان کړي دي.
د دې تر څنګ د اوکراین دفاع وزیر الکسي روزنیکوف په سلواک جمهوریت کې یوه کنفرانس ته د ویډیو له لارې په خبرو کې وویل: "کرملین هڅه کوي چې جګړه یوې اوږدې مرحلې ته بوځي. د اوکراین د جنوب په هغو سیمو کې چې د لنډ وخت لپاره اشغال شوې وې، په لومړۍ درجه کې په خرسون سیمه کې د دې شاهدان یو، چې د روسیې پوځ د پرمختګ پر ځای د دفاع هڅه کوي."
د بریتانیا پوځي استخبارات اټکل کوي، چې دا مهال روسیه د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک سیمې په سلو کې ۹۰ برخې په خپل کنټرول کې لري او احتمالاً په راروانه اوونۍ کې به په بشپړ ډول پر دې سیمه ولکه ټینګه کړي.