چارواکي: وروستیو سېلابونو او طوفانونو یو شمېر ولایتونو کې زیانونه اړولي

آرشیف- سرازیر شدن سیلاب در ولایت بدخشان. عکس جنبه تزئینی دارد

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي د وروستیو سېلابونو او طوفانونو له امله د کرنې په برخه کې د زیاتو زیانونو د اوښتو خبره کوي.

یو بزګر وايي، کرکېله د ده او نور بزګرانو لپاره د عاید اصلي سرچینه ده خو په وینا یې وروستیو طوفانونو او سېلابونو د ده حاصلاتو ته ډېر زیان اړولی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، اوسني وضعیت د ده اقتصادي حالت خراب کړی او راتلونکي ته اندېښمن دی.

هغه زیاته کړه: "یو بزګر زما خوا ته راغلی و او ویلې راته چې یوه د مېوو اونه چې په ۷۰ زره افغانۍ اخیستل کېده اوس په ۲۰ زره هم نه اخیستل کېږي، په مېوو کې داسې حال دی نو وريجې او غنم په څوک واخلي او څوک یې په دې تاوان سره خرڅوي."

له بلي خوا بیا د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چې وروستي سېلابونه او طوفانونه د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې وو.

د دې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې سېلابونو او طوفانونو په پایله کې کرنې او مالدارۍ برخې ته زیات زیانونه اوښتي دي.

هغه وویل: "مالي تلفات په ډېره ولایتونو کې د تېز طوفان او شمال له امله و، په شمالي ولایتونو کې بیا خلک د تېزو بارانونو له امله زیانمن شوي، سره له دې چې ځاني زیانونو یې نه درلودل خو یوازې درې کسه یې سر سري ټپیان کړي و."

د نوموړي په خبره، په ځینو ولایتونو کې مواصلاتي لارې هم تړل شوي.

د ښاغلي مسلم په وینا، هغه کسان چې له طبیعي پېښو زیانمن شوي له هغوي سره لومړنۍ مرستې هم شوي او په ځینو سمېو کې د مرستې لپاره سروې ګانې هم روانې دي.

حوا هغه کروند ګره ده، چې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د وچکالۍ او د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.

دغه مېرمن وايي، دوه کاله کېږي چې د وچکالۍ له امله یې خپلې ځمکه کې څه نه دي کرلي او اوس د څښاک اوبو له کمښت سره هم مخ ده.

هغه زیاتوي: "اوبه نه شته وچکالي ده، دوه کاله کېږي نه مې څه کرلي، نه دې خوړو څه پیدا کېږي او دلته ډېره زیاته بدبختي ده."

د سېلابونو او طوفانو یوه څپه له تېرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې پیل شوې چې کندهار، هلمند، ارزګان، فراه، نیمروز او پکتیا تېزو طوفانونو ځپلي او کندز، تخار، فاریاب او بدخشان کې بیا سختو سېلابونو خلک اغېزمن کړي.