د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

طالبان: په لسو ولایتونو کې سېلابونو ۲۰ کسان مړه کړي او ٣٠ ټپیان دي


آرشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د ويجاړو شويو ودانيو انځور
آرشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د ويجاړو شويو ودانيو انځور

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي، د افغانستان په لسو ولایتونو کې د ورستیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي، ۳۰ ټپي او دوه کسان لادرکه شوي دي.

غلام محي الدین د بغلان ولایت د چشمه شېر سیمې اوسېدونکی د سېلابونو له زیانمنو څخه دی.

دی وایي، وروستیو سېلابونو یې کور او کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.

هغه ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتاو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي زياته کړه: "زما کور یې ویجاړ کړی همدارنګه ۳۰ جریبه ځمکه مې هم چې لوبیا مې په کې کرلې وه له منځه تللې، د سېلابونو تخریب زیات دی، د ډېرو خلکو کورونه یې ویجاړ کړي ان د تلفاتو د اوښتو لامل شوي دي."

په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

په لوګر ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله یو زیانمن، شمس الدین ازادي راډیو ته وویل:" سېلابونه راغلل زموږ کورونه یې ویجاړ کړل زموږ هر څه یې یوړل موږ له حکومته غواړو چې ستونزو ته مو رسېدنه وکړي."

له دې سره په پروان ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکي د سېلابونو د راوتلو له امله د دریو ماشونو د مړه کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

دوی، ویلي دي چې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

دوی د طالبانو له مرکزي حکومت او مرستندویه ملي او نړیوالو موسسو له لوري د پروان ولایت خلکو ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکي دي.

له دې سره د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت، وایي د سېلابونو راوتلو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دغه وزارت مرستیال، شرف الدین مسلم رسنیو ته په یو استول شوي ویديويي پیغام کې ویلي: "کوم لومړني معلومات مو چې تر لاسه کړي، تر اوسه د ۱۸ تر ۲۰ کسانو پورې شهیدان لرو، ۳۰ تنه ټپیات شوي او ۲ تنه لا درکه دي، سل څاروي تلف شوي، دغه کرنیزې ځمکې او کورنه ویجاړ شوي دي. زمونږ ټیمونه د سروې لپاره سیمې ته تللي دي."

نوموړي ویلي، چې د دوی نور ټیمونه د قربانیو له کورنیو سره د نقدي او د بې ځایه شویو له کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو لپاره استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په مشرۍ د هوا پېژندنې ادارې، په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې له شدیدو ورښتونو، بادونو او د سېلابونو له راوتلو خبر ورکړی دی.

د دغه ریاست د وړاندوینې برخې امر محمد نسیم مرادي کهمردي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د هوا پېژندنې ادارې د وړاند وینو د مودلونو له مخې د ورښتونو او ورسره د سېلابونو د راوتلو احتمال موجود دی او دا ورښتونه به تر پنجشنبې ورځې پورې په پراګنده ډول دوام ولري."

د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو ورښتونو او سیلابونو وړاندوینه په کابل، بلخ، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پروان، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، پنجشیر، کاپیسا، میدان وردګ، لغمان، لوگر، دایکندي، غزني، بامیان، بدخشان، کندز، تخار، سرپل، سمنګان، بغلان او سالنګونو کې شوې ده او د ورښتونو کچه په بېلابېلو سیمو کې له ( ۲۰ تر ۶۰ ) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG