د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

طالبان: د سېلابونو د راوتلو له امله د مړو شمېر ۲۹ کسانو ته ورسېد


آرشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو انځور. August 26, 2020
آرشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو انځور. August 26, 2020

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت وایي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د راوتلو له امله د مړو شمېر ۲۹ او د ټپيانو ۴۰ ته رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت چارواکي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله چې د روان کال د ثور میاشتې په ۱۱ نېټه يې راوتل پیل شوي تر دې دمه د افغانستان ۱۲ ولایتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د دوى په خبره، د دغو سېلابونو له امله تر اوسه ۲۹ کسان مړه شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

مسوولين وایي، چې د دغو سېلابونو د راوتلو په پایله کې ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول او ۲ زره نور لږ ویجاړ شوي دي.

د طالبانو حکومت طبیعی پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت مالي او اداري عمومي رییس وایي، په دغو سېلابونو کې درې زره جریبه کرنيزه ځمکه هم ړنګه شوې او ۳۰۰ څاروي له منځه تللي.

غلام غوث ناصري ازادۍ راډیو ته وویل: ‎"د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت د شهیدانو کورنیو او زیانمنو کسانو ته د نقدو پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او دغه راز یې پر هغوی ګرم خواړه او د څښاک اوبه ویشلې دي."

‏‎نوموړى وایي، کندز، تخار، بغلان، بادغیس، فاریاب، پروان، بدخشان او هرات هغه ولایتونه دي چې له سېلابونو ډیر زیانمن شوي.

‏‎دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په مشرۍ د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې باران ووري او سېلابونه به راووځي.

هر کال د پسرلي له پیل سره افغانستان، په ځانګړي ډول شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې تر ډېره بارانونه کېږي او سېلابونه هم راوځي، چې دا طبیعی پېښې د سیمې له خلکو مالي او ځاني قرباني اخلي.

XS
SM
MD
LG