په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیون په پرده راښکاره شوې.
په افغانستان کې د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د امر پر خلاف، نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیونونو په پرده راښکاره شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو او د خپرونو چلوونکو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت په امر خپلې څېرې په ماسک پټې او د تلوېزیونونو پر پرده را ښکاره شوې.
له دوی یو شمېرو یې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ریاست ورته ویلي، چې کولای شي له ماسک پرته خپلې خپرونې مخته یوسي. خو د طالبانو د حکومت د استخباراتو ریاست یا کومې بلې ادارې دا خبره نه ده تایید کړې.
په دې اړه نور: پر رسنیو د محدودیتونو دوام؛ ښځينه وياندويانو مخ پټ کار پيل کړبل خوا نن هم د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، د دې وزارت په امر کې هېڅ بدلون نهدی راغلی.
د ده په خبره، دوی د رسنیو مسوولانو سره ایې ړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د دې وزارت امر باید ومنل شي.
هغه زیاته کړه: " دا فرمان په خپل ځای دی. هماغه پخوانی فرمان دی. داسې کومه خبره رسنیو ته چا نهده کړې. موږ رسنیو سره اړیکه ونیوله او دا خبره مو ورته وکړه."
وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، پر ښځو یې ډول ډول محدودیتونه وضع کړي.
له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، حجاب یې اجباری کړی او تازه یې امر کړی چې د تلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې بې له ماسک اغوستو د تلوېزیونونو په پرده نه را ښکاره کېږي.
د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دا ډول سخت دریځه کړنې په کور دننه او بهر له سختو او تُندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ دي.