د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ افغان ښځو سره د نقدي مرستو غوښتنه کړې

د افغان ښځو يو انځور

د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د ښځو د بد وضعیت په اړه اندېښنې په مخ ډېرېدو دي. په تر ټولو تازه مورد کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو بنسټ UN Woman په یوې اعلامیه کې ویلي، چې ښځې په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو بنسټ په افغانستان کې په ښځو او نجونو سختو شرایطو ته په پام ویلي، چې په دغه هېواد کې د ښځو امنیت، بشپړ مشارکت او په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند کې د دوی د ازادۍ په برخه کې ملاتړ ته ژمن دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو د لاس ته راوړنو په خوندیتوب د ټینګار تر څنګ، له افغان ښځو سره د نقدي مرستو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینري سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته ویلي، چې نړیواله ټوله باید یو مشخص پروګرام چې ښځې ورنه برخمنې شي تمویل کړي.

نوموړې ويلي: "زموږ اندېښنې د ښځو له پاره د مشخصو پروګرامونو د نشتون په اړه دي، موږ په تېرو نهو میاشتو کې له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د مېرمنو لپاره ځانګړي پروګرامونه ولري او تمویل یې کړي، ترڅو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي."

سميرا حميدي

په ورته وخت کې د جمهوریت نظام پر مهال رسنیزه فعاله ویدا ساغر وایي، کومې مرستې چې د ملګرو ملتونو د ښځو له برخې سره کېږي او دغه شان لګښتونه یې، باید شفاف وي.

نوموړې وايي: "تر اوسه پورې چې په میلیونونو ډالر د ملګرو ملتونو د سازمان د مېرمنو په واک کې وې، په کوم شمېر مېرمنو نه ملاتړ شوی او د دوی په ژوند کې یې څومره بدلون راوستی دی؟ پوښتنه دا ده چې یاد بنسټ خپله څومره شفاف دی؟"

د ملګرو ملتونو سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې ټینګار شوی، چې باید په افغانستان کې د ښځو حقونه یو لوری ولري، چې هغه مخته تګ دی.

د اعلامیې پر بنسټ په داسې حال کې، چې د افغانستان د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون د ښځو او نارینوو تر منځ برابری په رسمی ډول وپېژنده، خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره دا لویه لاسته راوړنه د لمنځه تللو له خطر سره مخ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو ورسته د ښځو د کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې یو شمېر محدودیتونه ولګول، چې دا محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.