طالبان: کابل کې د شیعه عالمانو غونډه د نه همغږۍ له امله ګډوډه شوې وه

ارشیف: د شیعه عالمانو د غونډې انځور

طالبان وايي، په کابل کې د اهل‌تشیع د دیني عالمانو شورا د غونډې ګډوډېدل د طالبانو ترمنځ د نه‌ همغږۍ پایله وه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، هغه عسکر یې نیولي چې دا غونډه یې ګډوډه کړې وه.

د اهل تشیع د دیني عالمانو شورا د یوه کمېسیون غونډه چې د شیعه‌وو د غوښتنو او طالبانو ته یې د سپارلو لپاره پرون باید جوړه شوې وای، د طالبانو له‌خوا ګډه وډه شوه.

اوس طالبان وايي، دا غونډه د طالبانو ترمنځ د نه همغږۍ له امله له دې ډول برخلیک سره مخ شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې دا غونډه یې بې‌نظمه کړه، نیول شوي دي.

ذبیح الله مجاهد

هغه زیاته کړه: "هلته یوه تېروتنه شوې وه. یوې ادارې اجازه ورکړې وه چې خپله غونډه وکړي، خو یوې بلې ادارې چې په دې اړه یې معلومات نه‌درلودل، دوی ته ویلي و چې غونډه ونه کړي. وروسته ډېر ژر دا ستونزه حل شوه، غونډه وشوه او کوم مشکل نه‌و."

په ورته وخت کې د افغانستان د اهل تشیع مشهور عالم شیخ محمد اصف محسني لمسی یاسر محسني د طالبانو او اهل تشیع ترمنځ اړیکې ښې بولي او وايي، طالبان باید د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره ښه همغږي ولري.

هغه وویل: "زما له انده په ټوله کې دا ډول چارې له دې امله کېږي چې د اسلامي امارت د منځنیو ادارو او لوړو پوړو مدیریتونو ترمنځ همغږي نه‌‌وي. موږ هم وایوو چې دا مسئله یوازې یوه تېروتنه وه."

دا پېښه داسې مهال کېږي، چې تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له د اهل تشیع له یو شمېر دیني عالمانو سره کتنه کې وویل، د هغوی او نورو افغانانو ترمنځ هېڅ توپیر نه‌شته.

امیرخان متقي په دې کتنه کې د جوماتونو او د اهل تشیع د نورو سیمو په امنیتي خوندیتوب او له دوی په ملاتړ ټینګار کړی و.

له وړاندې هم د اهل تشیع اړوند سیمو د امنیتي خوندیتوب په اړه اندېښنې شته وې، خو په وروستیو کې په کابل او ځینو ولایتونو کې پر جوماتونو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د بریدونو وروسته، لا زیاتې شوې دي.