د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۸

"شیعه علما د ایران له مذهبي کړیو سره یوازې مذهبي او علمي اړیکې لري"


اسلامي وحدت ګوند د ملي امنیت د پخواني رییس هغه څرګندونې رد کړې، چې ګوندې ایران د افغانستان له یو شمېر شیعه علماو سره د اړیکو له لارې په دې هېواد کې د خپل سیاسي نفوذ د پراخوالي هڅې کوي.

د دې ګوند مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي محمد محقق د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، چې د ایران د ځینو مذهبي کړیو او د افغانستان د یو شمېر شیعه علماو ترمنځ یوازې علمي او مذهبي اړیکې شته.

د ښاغلي محقق په خبره دیني علما ایران، الازهر پوهنتون او نورو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره ورځي او هیڅوک دا حق نلري چې پرهغوی تورونه ور پوري کړي:

" که چیرې موږ هغه علما چې په نورو هیوادونو کې یې لوړې زده کړې کړي د هماغو هیوادونو جاسوسان وبولو دا په حقیقت کې د اسلامې نړۍ علما او دین ته سپکاوی کول دي.
هغه کسان چې هوښیار او سیاسي دې باید دا ډول څرګندونې ونکړي ځکه له دې کار سره د خلکو په مینځ کې خپلې ریښې او ارزښت له لاسه ورکوي.

زه فکر کوم چې د دیني علماو په اړه داسې څه ویل زمونږ او د ښاغلي صالح له توان څخه وتلې خبره ده".

د تیرې دوشنبې په ورځ د ملی امنیت پخواني رییس او د ملی جبهې غړي امرالله صالح آزادي راډیو ته ویلي وو چې ګاونډي هیوادونه په تیره ایران په افغانستان کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول مداخله کوي.


د امرالله صالح د معلوماتو له مخې ایراني چارواکي علاقه لري چې پوه شي د افغانستان په لویدیځو ولایتونو او د اوبو او انرژۍ په وزارت کې څه تیریږي.

د ده په خبره د افغانستان یوشمیر شیعه علما د ایران له ځینو مذهبي کړیو سره نږدې اړیکې لري او له هغوی څخه مرستې ترلاسه کوي:

" د قم مذهبي حوزه د افغانستان له شیعه علماو سره اړیکې لري دا یوه ښکاره خبره ده.

دوی د سنی علماو یو لست هم لري دا کیداې شي، هغه کړۍ او اشخاص چې له دوی سره موافقه ونلري نو ایران ورسره مخالفت کوي او هیڅ ډول مرستې هم ورسره نکوي".

امرالله صالح داهم ویلي وو چې داسې اسناد ورسره شته چې څرګندوي د ایران ځینې مذهبي کړۍ،د اطلاعاتواداره او سپاه پاسداران هڅه کوي چې د افغانستان له سیاسي،امنیتي او مالي پریکړو څخه خبر وي او په هره اداره کې نفوذ او جاسوسان ولري.

که څه هم د وحدت ګوند مشر ښاغلی محقق د افغانستان له شیعه علماو سره د ایران مرستې او غیر مذهبي اړیکې ردوي خو تردې وړاندې په ځینو مواردو کې په افغانستان کې د ایران د مداخلو خبره شوې په تیره د ملي شورا د یوشمیر غړو لخوا.

امرالله صالح هم ټینګار کوي چې دی په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو په تیره د ایران د مداخلو په اړه اسناد او شواهد لري او د ده په خبره هیڅوک نشي کولای چې له دې مسالې سترګې پټې کړي.
XS
SM
MD
LG