ځينې ښځينه افغان کارکوونکې: د دندو برخلیک مو نامعلوم دى

عکس، آرشیف

د افغانستان په دولتي ادارو کې ښځینه کارکونکې شکایت کوي، چې د کار برخلیک يې نامعلوم دی.

یلدا د هرات ولایت د څارنوالۍ د ریاست کارکوونکې ده، خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ راهیسې ورته دفتر ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه چې اوس هم له دې ادارې معاش اخلي، وايي له اتو مياشتو راهيسې يې دا او نورې همکارانې يې د کار په برخه کې بې سرنوشته دي او د دوی د پرلپسې غوښتنو سره سره يې د طالبانو له لوري د کار د پیل مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغه زياتوي: "زه څارنواله وم، د اسلامي امارت له راتګ راهیسې دوی زموږ معاشونه راکوي. موږ هیله لرو چې ښځو ته د نارینه وو ترڅنګ د کار اجازه هم ورکړل شي."

د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو په ملکي او نظامي بستونو کې کې د میرمنو د کار کولو مخه نیولې ده.

خو په ښکاره ډول د یلدا په څېر هرڅوک له کار پرته معاش ترلاسه کولو فرصت نه لري.

زیبا افغان په کابل کې د یوه وزارت کارکوونکې ده.

هغې ته په تېرو اتو مياشتو کې نه د کار اجازه ورکړل شوې او نه يې هم معاش ترلاسه کړی دی.

زیبا په ټولنه کې د مېرمنو اړتیا ته په اشارې سره د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

نوموړې وویل: "موږ په دې اړه ډېرې منډې ترړې ووهلې، څو ځل لاړو څو معلومه کړو چې بلاخره زموو سرنوشت څنګه کېږي خو هېڅ معلومات ونه شو، موږ ته د څو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي، دوی یوازې دومره وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د کار اجازه نه لرئ باید انتظار وکړئ."

طالبانو په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د برخلیک په اړه پوښتنو ته ځواب ورنه کړ خو مخکې يې ویلي وو چې د ښځو لپاره د کار مصئون او خوندي چاپېریال رامنځته کوي.

د پخواني حکومت د شمېرو له مخې په سلو کې ۳۰ دولتي کارکوونکي مېرمنې وې، چې ډېری یې ښوونکې وې، خو د طالبانو له حاکمیت سره سم دغه مېرمنې په کورونو کېنول شوې.