د سره صلیب کمېټه: نورې ملي ټولنې هم هڅوو چې افغانستان کې د بې وزلو لاسنیوی وکړي

ارشیف، افغانستان کې ځینې بې وزلي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس ویلي، دوی به نورې ملي ټولنې هم دې ته وهڅوي چې افغانستان کې له بې وزلو سره بشري مرستې او د دوی لاس نیوی وکړي.

رابرټ ماردیني دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۴مه)کابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي سره په لیدنه کې داسې مهال کړي چې د فنلنډ او ډنمارک د سره صلیب سکرتر جنرالان هم حاضر وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس رابرټ ماردیني ویلي، افغانستان ته یې د سفر موخه له نېږدې د بشري وضعیت لیدل او ورنه څارنه ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند نوراغا صاحب زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس ښاغلي رابرټ مارديني افغانستان ته د خپل سفر په اړه وویل چې موخه یې افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په تړاو لیدنې او څارنې دي، څو وکولی شو نورې ملي ټولنې وهڅوو چې له افغاني سرې میاشتې سره مرسته وکړي او له همدې لارې په افغانستان کې د بې وزلو افغانانو لاسنیوی وشي."

ښاغلی صاحب زاده وايي، دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال هم له راغلي پلاوي وغوښتل چې دې ستونزمنو شرایطو کې افغانانو ته لاس ورکړي.

نوموړی وايي، دغه لیدنه کې د رضاکارنو د وړتیاوو لوړولو په اړه هم خبرې وشوې، خو دا چې ماردیني کله کابل ته سفر کړی، په دې اړه معلومات نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس مطیع الحق خالص د بشري مرستو د راخپلولو په موخه د دوشنبې په ورځ قطر ته سفر کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند وايي، دوی توانېدلي چې له ۴۴۷ زرو څخه زیاتو افغان بې وزلو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې نوموړی به په خپل دغه سفر کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدارسیون، د قطر د سرې میاشتې تولنې او دغه شان د نورو مرستندویه بنسټونه له مسوولینو سره وګوري.

د افغاني سرې میاشتې تولنې ویاند وايي، دوی توانېدلي چې تېرو پنځو میاشتو کې له ۴۴۷ زرو څخه زیاتو افغان بې وزلو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو او ژمنیو جامو بشري مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې د سره صلب په ګډون نړیوالو سازمانونو په وار وار افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی، خو طالب ویاندویانو ویلي، وضعیت دومره هم خرابه نه دی، څومره چې نړیوال سازمانونه یې تصویر وړاندې کوي.