د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په هغو افغانانو کې چې په خصوصي چارتر الوتنو کې درېیم هېواد ته لېږدول شوي، ځیني یې په شرایطو برابر نهدي.
د دغه وزارت ویاند ند پرایس ویلي، دا کار کولای شي د امریکا او درېیم هېواد دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي او دغه کسان به هم د ځای پر ځای کولو په پلان کې شامل نهشي.
ښاغلي پرایس د پنجشنبې په شپه په یو خبري کنفرانس کې وویل: "کله چې دا پېښېږي، دا خلک په خورا ستونزمن حالت کې اچوي. دا دوی په خطر کې اچوي چې پرته له کوم پلان څخه متحده ایالاتو ته د تګ پلان لري. موږ له دې حقیقت څخه خبر یو، دا کولای شي د درېیم هېواد سره د امریکا دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي، دا د متحده ایالاتو لپاره ستونزمنه کوي چې په خپلو متحدینو تکیه وکړي ترڅو له افغانستان څخه په راتلونکي لېږد کې مرسته وکړي."
دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې ډېری هغو خلکو چې له متحده ایالاتو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په افغانستان کې کار کړی هم له دغه هېواده بهر ته د لېږد په پروسه کې د رونټیا په نشتوالي انتقادونه کوي.
دوی په افغانستان کې له نامعلوم برخلیک څخه اندېښمن دي او له دغه هېواده د وتلو لپاره ورځې شماري.
خو دا شېبې بیا تر ډېره هغو ته له نورو زیاتې سخته تمامېږي چې له بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول امریکایي ادارو سرهیې دنده ترسره کړې او خپل راتلونکي او امنیت ته اندېښنه لري.
سحر یو له هغو سلګونه کسانو څخه ده چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې له امریکایي ادارو سره کار کړی دی.
سحر وایي، هره ورځ له کابل څخه د خلکو د انتقال خبرونه اوري، خو دا او نور همکارانیې په کابل کې بند پاتې دي.
په دې اړه نور: د قطر هوایي شرکت یوې الوتکې ۲۳۵ نور مسافر له کابل نه دوحې ته ورسولنوموړې دا هم وايي چې د خپلو خپلوانو په کور کې پټ ژوند کوي، خو په خبرهیې هر شېبه د دې احتمال شته چې طالبانیې کور ته ورشي.
هغه د دوو بچو مور او د کورنۍ سرپرسته ده. د نامعلوم برخلیک او امنیتي ستونزو سربېره د کار نشتوالی بله اندېښنه ده چې د سحر په شمول ډېری خلک وسره مخ دي.
سحر زیاتوي: "موږ ته یوازې ویل شوي چې انتظار وکړئ. د بندیانو په څېر، ژوند لکه د تدریجي مرګ په څېر شوی، هره ورځ چې دروازه وهل کېږي فکر کوم راغلل. ما د هېواد په شمال کې د ښځو لپاره په څو بنسټونو پانګونه کړې وه او په شمال کې د څلورو رسنیو مسؤله وم چې پروژې مستقیمه له امریکایانو سره د تړون پر بنسټ وې، زه په خپله یوه ژورنالېسته هم وم. موږ چې مستقیماً له امریکایانو سره کار کاوه، د متحده ایالاتو د ګټو لپاره په خدمت تورن یو، موږ دلته پاتې یو، په داسې حال کې چې له افغانستانه هره ورځ له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ کسانو د ایستلو خبره کېږي. له بده مرغه، هېڅ پاملرنه نهکېږي."
کوم راپور چې دوه اوونۍ مخکې د کام ایر هوايي شرکت د کارکوونکو او مشرتابه د خپلوانو د انتقال په اړه خپور شو، د هغو افغانانو په اړه چې په شرایطو برابر دي امریکا ته د لېږلو د بهیر د رونټیا په اړه شکونه ډېر کړل.
په دې اړه نور: بلومبرګ: کام اییر شرکت د خبریالانو پرځای خپل همکاران بهر لېږدوليبلخوا کوم کسان چې له افغانستان وتلي او یا هم د چارتر الوتکو په وسیله ویستل شوي په کومو هېوادونو کې چې اوس مېشت دي، د ژوند له سختو شرایطو خبره کوي، په ځانګړي دول په قطر او پاکستان کې.
د امریکا متحده ایالاتو د اګسټ میاشتې له نیمايي څخه تر اوسه له ۱۲۴ زرو څخه زیات کسان له افغانستان ویستي دي.
خو لا هم د خبریالانو په ګډون په سلګونه تنه نور چې په شرایطو برابر دي په دغه هېواد کې بند پاتې دي.
امریکايي ځواکونه د اګسټ میاشتې په ۳۱مه له افغانستانه ووتل، خو تر هغې وروسته هم د تخلیې بهیر د دغه هېواد لهخوا روان دی.
که څه هم طالبانو کابل ته په ننوتلو سره وویل چې د دوی لهخوا چاته ګواښ او خطر نهشته، خو خلک د بېلابېلو لاملونو له امله له ممکنو لارو غواړي ځانونه له دغه هېواد وباسي.