د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۰۵

افغانستان

د کابل له نړیوال هوایي ډګر له ۲۳۰ زیات نور کسان هم قطر ته ولېږدول شول

قطر ته رسول شوي افغانان او ځیني نور کسان چې په افغانستان کې ګېر پاتې وو.

د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د قطر د هوایي شرکت څلورمه چارټر الوتنه پرون یکشنبه ترسره شوه چې له ۲۳۰ زیات کسان‌یې هغه هېواد ته ولېږدول.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لؤلؤة راشد الخاطر په یوه ټویټ کې ویلي چې له کابله ایستل شویو کې د افغانانو په ګډون امریکایي او د اروپایي ټولنې اتباع دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بل قطري چارواکي ویلي، په دغه الوتنه کې ۲۳۶ تنه دوحې ته ولېږدول شول چې دا د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د امریکایي او نړیوالو متحدانو پوځي مأموریت‌یې پای ته ورسېد، تر ټولو زیات شمېر کسان دي چې په یوه الوتنه کې د کابل له هوایي ډګره ایستل کېږي.

دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی دغه‌راز ویلي چې قطر به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هغو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې خلک له افغانستانه په ازادانه توګه وکړای شي بهر ته لاړ شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

جلال اباد ښار

د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې څو ساعته د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې له نیمې شپې راهیسې د سهار تر ۷ بجو د سپکو او درنو وسلو ډزې کېدې او څو چاودنې هم شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتي سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د ډزو او چاودنو د لامل په اړه معلومات نه لري.

ځینو ځایي خبریالانو بیا لیکلي چې دغلته داعش وسله وال په یوه کور کې تر محاصرې لاندې دي.

تر دې دمه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، خو طالبانو له دې وړاندې په هرات او کندهار کې د داعش پر پټن ځایونو ورته عملیات کړي دي.

غزني کې له ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

د مرستو وېش

د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' په مالي مرسته په غزني کې د یوې خیریه موسسې 'وېسټا' له لوري له پنځه سوه بې وزله کورنیو سره نغدي او د ځینو توکو مرسته شوې ده.

په غزني کې د یادې موسسې مسوول مطیع الله کمالپوري ازادي راډیو ته وویل، دغه مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۲۶۵ امـریکایـي ډالـر او د ۱۰۵ امـریـکایـي ډالـرو پــه بـیـه غـیـر خـوراکـي تـوکي شامل دي.

دی وايي: "په دې مرسته کې د ۲۶۵ امریکايي ډالرو ترڅنګ کمپلې، ترپالونه، ګاز ډبه، ستل او ځینې نور شیان شامل دي، څو ورځې وړاندې مو هم له ۵۱۱ کورنیو سره نغدي مرستې کړې وې، هغوی کې د ۲۵۱ کسانو لپاره څلور سوه امریکايي ډالره نغدي مرستې وې او ۲۶۰ کسانو لپاره یې ۲۲۵ امریکايي ډالر وو."

ښاغلی کمالپوري وايي، په غزني کې په زرګونه کورنۍ دي چې په سخته بې وزلي کې ژوند کوي چې په وینا یې دوی په پام کې لري له نورو دغه ډول کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.

دغه ځای کې هغه کسان چې دغه مرسته یې ترلاسه کړي زیات خوشحاله دي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.

د یــادو مـرسـتـو د ویـشـلو پـه غونډه کـې د طالبانو د حکومت د غـزنـي والـي مـولـوي مـحـمـداسـحـاق (اخـنـدزاده) په خپلو خبرو کې له نړیوالو موسسو څخه له خلکو سره د مرستو غوښتنه وکړه.

د غزني ولایت ډېری اسېدونکي د سختو جګړو او ناامنیو له امله په بې وزلۍ او غریبۍ کې ژوند کوي.

پولنډ: که بېلاروس کړکېچ جوړوي د هوا له لارې به نور افغانان را وغواړو

د پولنډ-بېلاروس ترمنځ ایسار کډوال

د پولنډ ولسمشر خبرداری ورکړ چې ښايي د بېلاروس چارواکي د پولنډ په پوله کې د یوه بل بحران د رامنځته کولو لپاره نور افغان کډوال پولي ته راولي.

پولنډ تور لګوي چې بېلاروس سلګونه کډوال په لاریو کې د پولنډ تر سرحده راولي او بیا یې هڅوي چې په غیر قانوني ډول د پولنډ قلمرو ته ننوځي.

د پولنډ ولسمشر اندرژي دودا (Andrzej Duda) پرون دوشنبه (د لېندۍ ۸مه) د ګاونډي هېواد هنګري په پلازمېنه بوداپست کې خبریالانو ته وویل، د بېلاروس په پوله کې د پناه غوښتونکو بحران د دغه هېواد د چارواکو له لوري په لوی لاس جوړ کړل شوی دی.

ده زیاته کړه: "که د بېلاروس چارواکي وغواړي چې دې ته ورته بل کړکېچ جوړ کړي، دوی به د هوا له لارې له افغانستانه نور کسان را وغواړي."

دودا په عین حال کې وویل چې که بېلاروس داسې وکړي نو د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د اروپايي اتحادیې له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

تر دې مخکې هم د پولنډ ولسمشر او نورو چارواکو څو ځلي ویلي و چې بېلاروس پناه غوښتونکي هڅوي چې له پولي یې پولنډ ته واوړي.

یونېسف: په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

ارشیف، کابل کې یوه افغان کډواله

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره یونېسف وایي، په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغه ادارې د جنوبي اسیا په اړه په هغه راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت بحراني ځکه دی چې د ضروري روغتیایي، تغذیې او د روزنې د خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ دي. دا چاره د وچکالۍ له امله د خوړو د شدید نه مصونیت له امله نوره هم پیچلې شوې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري، شااوخوا ۲۲ میلیونه وګړي یې د خوړو له کمښت او شااوخوا نهه میلیونه یې هم له قحطۍ سره مخامخ دي.

ناټو غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وشي

ریګا کې به د ناټو غونډه پیلیږي.

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران به نن په غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.

په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې جوړیږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بلېنکن تېره شپه ریګا ته روان شو.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د دړې وړې کېدو په اړه یې یوه هر اړخیزه څېړنه پیل کړې ترڅو له درسونو یې دا تړون په راتلونکې کې کار واخلي.

د ناټو ماموریت په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان ځواکونو پر رزونې، ملاتړ او هغوی ته په سلا او مشوره ورکولو څرخېده چې د روان کال د اګسټ په ۳۱مه نېټه پای ته ورسېد.

ځينو اسيايي هېوادونو افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) سرمشريزه

د یو شمېر اسیايي هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.

له ۱۰ هېوادونو جوړ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) چې پر افغانستان سربېره ترکیه، اذربایجان، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه غړیتوب په‌کې لري د یکشنبې په ورځ په ترکمنستان کې په خپله سرمشریزه کې همداراز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به مرسته کوي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې دې ټولنې د تجارتي موانعو د لیرې کولو او په سیمه کې د نویو ترانسپورټي دهلېزونو د رامنځته کولو لپاره غږ کړی.

دوی د افغانستان پر روان وضعیت هم اندېښنه وښوده، خو په عین حال کې یې ژمنه وکړه چې د افغانستان له ثبات سره به مرسته وکړي.

د راپور له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي سرمشریزې ته د وینا پر مهال د افغانستان د اقتصادي او مالي سقوط په اړه خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې اسلامي نړۍ باید د داسې یوې فاجعې د مخنیوي لپاره امکانات ځانګړي کړي.

جنوبي کوریا له افغانستان سره د ۳۲ ملیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړی

ارشيف، د جنوبي کوریا بيرغ

جنوبي کوریا له افغانستان سره د ۳۲ ملیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړی او وايي، دا مرسته به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې اړو افغانانو ته ورسوي.

د کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې د دې مرستې یوه برخه به په ایران او پاکستان کې دېره افغان کډوالو ته د غذايي موادو او روغتیايي خدماتو پر چمتو کولو ولګول شي.

په بیان کې یادونه شوې چې جنوبي کوریا به له بې‌وزلو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

اروپايي چارواکي: طالبانو د هوايي ډګرونو د فعالیت لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې

د کابل هوایي ډګر

اروپايي چارواکي وايي، طالبانو په قطر کې د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د دوام لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

اروپايي ټولنې پرون په یوه اعلامیه کې وویل، پرون او وړمه ورځ په دوحه کې د اروپايي ټولنې چارواکو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.

د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام د خدماتو ادارې (EEAS) په یوه اعلامیه کې وویل، له طالبانو سره خبرې د طالبانو د موقت حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نه‌لري، بلکې دا خبرې د اروپايي ټولنې او افغانانو د ګټو په خاطر د اروپايي ټولنې د عملیاتي تعامل یوه برخه ده.

طالبانو او اروپايي ټولنې د خبرو لپاره خپل لوړ رتبه چارواکي دوحې ته لېږلي او دا خبرې داسې مهال وشوې چې ټاکل شوې د امریکایي لوري او طالبانو ترمنځ خبرې په همدې دوحه ښار کې نن دوشنبه پیل شي.

د طالبانو د هیئت مشري د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

د بخښنې سازمان: نړۍ باید د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ودانګي

په کابل کې د افغانو مېرمنو لاریون

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د نړۍ مشران باید د افغان مېرمنو د ۲۰ کلنو لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره ودانګي.

دغه سازمان پرون په دې تړاو یوه مفصله اعلامیه خپره کړې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د له‌منځه تلو ګواښ کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي د اګسټ له ۱۵مې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو ورځنی ژوند خورا محدود او ستونزمن شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، د ګڼو برخو ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شوي او له دوی ګڼې ازادۍ سلبې شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي که څه هم افغانستان تېر ۲۰ کاله له جګړو سره مخ و، خو د ښځو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.

سازمان یوه انلاین عریضه هم جوړه کړې او له خلکو یې غوښتي چې امضا یې کړي او د نړۍ مشران د افغان ښځو د حقونو او لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره په طالبانو د فشار راوړلو لپاره اړ کړي.

د طالبانو رئیس‌الوزا محمد حسن اخوند بیا وړمه شپه په خپله وینا کې ویلي چې د دوی حکومت د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو تأمین ته ژمن دی او د تعلیم په برخه کې یې هم لازمې هڅې کوي.

اریانا افغان هوایي شرکت سعودي عربستان ته ځانګړې الوتنې پيلوي

د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکه

اریانا افغان هوایي شرکت وايي سعودي عربستان ته د ډسمبر له ۴مې ځانګړې الوتنې پيلوي.

دغه شرکت بېګا په دې تړاو په خپله فېس‌بوک پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې.

د اعلامیې له مخې د سعودي عربستان چارواکو په ریاض کې له افغان سفارت سره هوکړه کړې چې په دغو پروازونو کې هغه افغانان سعودي ته یوسي چې مخکې یې هلته د کرونا یو ډوز واکسین لګولی وي او په توکلنا اپلکېشن کې یې نومونه ثبت وي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره نږدې ټولو هېوادونو ته پروازونه وځنډېدل او تر اوسه عادي حالت ته نه‌دي ګرځېدلي.

په سعودي او نورو عرب هېوادونو کې په کاراوبار او سوداګریو بوخت هغه افغانان چې په رخصتیو باندې افغانستان ته راغلي وو لا هم د پروازونو د نشتوالي یا محدودیت په خاطر ایسار پاتې دي.

د لوګر پاسپورټ ریاست کې د 'طالبانو د دوو ډلو' نښتې مرګ‌ژوبله اړولې

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

په لوګر کې د طالبانو دوو ډلو نښته کړې چې په نتیجه کې یې ځینو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو او اژانسونو راپور ورکړی چې یکشنبه په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او پنځه ملکیان ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي چې نښته په پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ د وېش په سر شوې ده.

په لوګر کې د طالبانو چارواکو رسماً په دې تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د لوګر د پاسپورټ ریاست یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې نښته د دوی له ساحې دباندې په قراول کې شوې او یوازې یو طالب وژل شوی.

سرچینې د ملکیانو د ژوبلېدو په تړاو څه ونه‌ویل.

په لوګر او شااوخوا اتو نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له شنبې پيل شوی، خو د راپورونو له مخې د خلکو ګڼې ګوڼې ځينې لانجې جوړې کړې دي.

د مهاجرت سازمان: روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی لومړیتوب دی

ارشیف، یو شمېر مېرمنو د روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو لپاره یوه ګرځنده کلینیک ته مراجعه کړې.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، روغتیايي خدماتو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی یو لومړیتوب دی.

دغه سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، د دوی په همکارۍ په اتو ولایتونو کې د متخصصو ډاکترانو، قابله‌ګانو او نرسانو له‌خوا خلکو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

د طالبانو په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له افغانستان سره د نړیوال بانک د مالي مرستې له بندېدو سره له ۲،۰۰۰ ډېر روغتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي برخې سره مرستې وځنډولې چې له امله‌يې د «صحتمندۍ» پروژه له جدي ګواښ سره مخ شوه.

ملګرو ملتونو په ۱۱ زره افغان بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل

د ننګرهار بزګران

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته پر ۱۱ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي پر دغو بزګرانو ۵۵۰ مټریک ټُنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بزګرانو او مالدارانو د کروندو او معیشت پر ژغورل کېدو ټینګار کړی و.

دغې ادارې ویلي وو چې وچکالیو دغه دواړه سکټورونه اغېزمن کړي دي.

د افغانستان ۵۰۰ ټنه شوکاڼی اسپانیا او انګلنډ ته صادر شول

د افغانستان قیمتي ډبرې

افغانستان ۵۰۰ ټنه شوکاڼي اسپانیا او انګلنډ ته صادر کړل.

دا ۵۰۰ ټنه شوکاڼي تېره ورځ د افغانستان له ننګرهار ولایته یادو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی ازادي راډیو ته وویل، د ملیونونو افغانیو په ارزښت دا کاڼي صادر شوي او هیله لري چې دا ډول صادرات نور هم ډېر شي.

د ښاغلي صافي په وینا په اوس وخت کې افغانستان په ورځني ډول شااوخوا ۵۰۰ لارې صادرات لري چې وچه مېوه، کاڼي او نور تولیدات په‌کې شامل دي.

د نوموړي په خبره، دا توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.

د ښاغلي صافي په خبره، که د دوحې په ناسته کې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې شي، د افغانستان سوداګري او صادرات به نور هم ښه شي.

سویډن کې د سما په نوم د فلمونو دولسم فستیوال درېیمې ورځې ته وغځېد

ارشیف

د سما په نوم د فلمونو دولسم فستیوال به نن د درېیمې او وروستۍ ورځې لپاره د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې روان وي.

د دې فستیوال مراسم له ۱۳ کلونو راهیسې هر کال د فردا د فرهنګي کلپ په نوښت جوړېږي، خو تېرکال د کرونا وبا د محدودیتونو له کبله وځنډېد.

په سویډن کې دېره افغان فلم جوړوونکی همایون مروت چې د فستیوال له تنظموونکو څخه دی ازادي راډیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

مروت وویل: "ډېری فلمونه د کورنیو او بهر مېشتو افغانانو او د شااوخوا هېوادونو لکه د ازبکستان، تاجکستان، ایران، هندوستان، ترکیې او همداراز د کردستان د فلم جوړوونکو له‌خوا رارسېدلي وو چې ځینې یې موږ د فستیوال لپاره غوره کړل. موږ په پام کې لرو چې په اوو کټګوریو کې جایزې ورکړو."

ښاغلی مروت وايي، د سږني کال د فستیوال لپاره ۳۶ فلمونه غوره شوي دي.

د ده په وینا سږنی فستیوال ځانګړی دی ځکه په داسې شرایطو کې جوړېږي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې فرهنګ او د سینما او تیاتر په ګډون هنر د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی.

همایون مروت د سما د فلم فستیوال جوړېدل له فرهنګ سره د دښمنۍ پر وړاندې مبارزه وبلله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG