افغان حکومت د امریکا نوې اعلان شوې مرسته پر 'کورنیو بې‌ځایه شویو' لګوي

کندز کې د وروستیو جګړو له امله یو شمېر کورني بې‌ځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له افغان کډوالو سره د امریکا نوې اعلان شوې مرسته به پر هغو کورنیو بې‌ځایه شویو ولګول شي چې شمېر یې په زیاتېدو دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ له هغو افغان کډوالو سره چې په افغانستان کې د وروستي امنیتي وضعیت له کبله زیانمن شوي د مرستې لپاره د بېړنیو مرستو له حسابه د ۱۰۰ ملیون ډالرو د ځانګړي کولو امر وکړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند رضا باهر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا مرستې تر اوسه افغان حکومت ته نه‌دي رسېدلي. ښاغلي باهر زیاته کړه چې ښايي د امریکا دا مرسته یا افغان حکومت ته ورکړل شي او یا هم د نړیوالو مرستندویو مؤسسو له لارې ولګول شي، خو ده زیاته کړه چې په هر حال کې د کورنیو بې‌ځایه شویو اساسي اړتیاوې به په لومړیتوب کې وي.

ښاغلی باهر زیاتوي: "دا مرستې چې د امریکا حکومت‌یې ژمنه کړې، د کورنیو بې‌ځایه شویو د لومړنیو اړتیاوو د رفع کولو پر چاره به ولګول شي. د دې لپاره چې لږترلږه د کورنیو بې‌ځایه شویو بشري ستونزې او اساسي اړتیاوې په روان بېړني حالت کې رفع کړو، موږ به له دې مرستو کار واخلو څو په هېواد کې د یوې انساني فاجعې مخه ونیسو."

یوه بې‌ځایه شوې افغان کورنۍ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې په روان ۱۴۰۰ کال کې په ټول افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شمېر شاوخوا ۴۲ زره کورنیو ته رسېدلی چې ټول شمېر یې د اټکل سره سم درې لکو ته نږدې کېږي.

د کورنیو بې‌ځایه شویو په شمېر کې په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې د جګړو له تودېدو سره سم نور زیاتوالی هم راغی.

سپینه ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي دا پیسې له هغو کډوالو سره د مرستې لپاره په پام کې نیول شوي دي چې د افغانستان د روان وضعیت له کبله زیانمن شوي.

د خبرپاڼې له مخې په دې مرستو کې هغه کسان هم په پام کې نیول شوي چې د امریکا د مهاجرت د ویزو غوښتنه‌یې کړې ده.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې ښاغلي بایډن د امریکا د دولتي ادارو له‌خوا د همدې هدف لپاره د نورو ۲۰۰ ملیون ډالرو د لګښت اجازه هم ورکړې ده.

له افغان کډوالو سره د امریکا دا نوې مرسته داسې مهال اعلانېږي چې د امریکا پوځ له افغانستان د وتلو د بهیر په وروستي پړاو کې دی او په عین حال کې غواړي هغه زرګونه افغانان هم د مهاجرت د ویزو د ځانګړي پروګرام په اساس وباسي چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځ لپاره کار کړی، ځکه دا وېره شته چې دا ژباړونکي به د طالبانو له انتقامي حملو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې یو شمېر افغان ژباړونکي چې له امریکايي او بریتانیايي ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.

تمه ده چې د دې ژباړونکو لومړۍ جوپه به د روانې جولای میاشتې تر پایه چې یوه اوونۍ ورته پاتې ده، د ویرجینیا ایالت په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شي او هلته به دوی د خپلو ویزو د اداري مراحلو بشپړېدو ته انتظار پاتې شي.

پنټاګون د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې اډه کې به دوه نیم زره کسان دېره شي. د بایډن اداره په امریکا کې دننه او بهر د نورو ځایونو په لټه کې هم ده څو دا افغان ژباړونکي او د هغو کورنۍ په‌کې ځای پر ځای کړي.

د امریکا د استازو جرګې د پنجشنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې امریکا ته د مهاجرت د ویزو د متقاضیانو شمېر ښايي اته زرو ته لوړ شي.