د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۰

اسټن: مک‌کنزي دې له افغانستانه د امریکايي همکارانو د ایستلو لارې معلومې کړي

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن
د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د مرکزي قوماندانۍ مشر فرانک مک‌کنزي مؤظف کړی چې له افغانستانه د دوی د ملکي همکارانو د ایستلو لارې چارې معلومې کړي.

د 'ډیفینس ون' خپرونې د راپور له مخې مک‌کنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې دې ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دا هغه ژباړونکي او کار کوونکي ښودل شوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ژوند د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخېدای شي.

مک‌کنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې دې ځواکونو سره یې کار کړی دی.
مک‌کنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې دې ځواکونو سره یې کار کړی دی.

د راپور په دوام کې راغلي، اوس به د سپینې ماڼۍ د پرېکړې له مخې د دغو افغانانو لېږدولو ته لارې چارې سنجول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ځینو ژباړونکو ویلي و چې د امریکا له خوا یې د ویزې غوښتنلیکونه رد شوي دي، خو د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل، د افغان ژباړونکو او امریکایي ځواکونو له همکارانو سره د واشنګټن ژمنه پرخپل ځای ده.

  • 16x9 Image

    اسدالله لودین

    اسد الله لودین (په انګرېزۍ کې: Asadullah Ludin) د ازادۍ راډیو په مرکزي دفتر کې چې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی، د ازادي راډیو د خبریال په توګه دنده ترسره کوي. 

This item is part of
XS
SM
MD
LG