افغانستان
بریتانیا له خپلو پوځیانو سره د کارکوونکو افغانانو د انتقال لړۍ چټکوي
بریتانیا ویلي دغه هېواد ته د هغو افغانانو او کورنیو د انتقال لړۍ چټکوي چې افغانستان کې یې د دوی له پوځیانو سره کار کړی دی.
دوی دا پلانونه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهاله اعلانوي.
له دې وړاندې څه باندې ۱،۴۰۰ افغانان چې تر ډېره ژباړونکي و له خپلو کورنیو سره بریتانیا ته لېږدول شوي دي.
د بریتانیا حکومت ویلي، د نویو اقداماتو له مخې ټاکل شوې دوی درې زره نور افغانان هم ولېږدوي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریټي پاټل ویلي، د دوی حکومت "اخلاقي مسؤلیت" لري چې له افغانستانه خپل کارکوونکي وباسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اوچا: که سږکال لازمه بودیجه ترلاسه نکړي، په افغانستان کې ملیونونه ماشومان به له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا خبرداری ورکوي چې که په روان کال کې لازمه بودیجه ترلاسه نکړي نو په افغانستان کې به ملیونونه ماشومان له ژوند ژغورونکو روغتیایي او تغذیوي خدمتونو بې برخې شي.
اوچا د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې هر ماشوم د دې حق لري چې سالمه او پیاوړې وده وکړي. خو د بودیجې کمښت په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ۵،۷ میلیونو ماشومانو او میندو لپاره د تغذیې پروګرامونه له ګواښ سره مخ کوي.
په افغانستان کې ښکیلو د ملګروملتونو ډیرو نورو ادارو هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړبللی دی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې هیواد کې خوارځواکي پراخه شوې او په ځوارځواکۍ اخته ۵ میلیونه ماشومان او میندې درملنې ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د بودیجې د سخت کمښت له امله یې په افغانستان کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول درول شوي دي.
افغان لیکوال او ژورنالیست، شفیق الله دردمل ومړ
لیکوال، شاعر او ژورنالیست شفیق الله دردمل ومړ.
نوموړي لسیزې د افغانستان په چاپي او غږیزو رسنیو کې کار کړی او مخکې په اریانا پوهنتون کې د ژورنالیزم استاد و.
هغه یو مهال د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د ډرام او ډیالوک څانګې مشر او په افغان نشراتي مرکز کې یې هم د ډرامو د لیکوال او پروډیسر په توګه کار کړی دی.
شفیق الله دردمل له اوږدې مودې راهیسې ناروغه و چې بلاخره یې یکشنبه د چنګاښ څلورمه د ۷۵ کلونو په عمر په خپل کور کې ساه ورکړه.
د ازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف له ملا محمد حسن اخوند سره په سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي
د ازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دافغانستان-ازبکستان تجارتي فورم لپاره کابل ته تللی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د ازبکستان سوداګر او پانګه وال د افغانستان د کانونو د استخراج ، انرژۍ، د فلزاتو ویلې کولو او د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې ځانګړې لیوالتیا لري.
دازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف د یکشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم کتلي.
د طالبانو د حکومت په بیان کې د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال په حواله راغلي چې افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د اوسني سفر هدف د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د ژمنو شویو پروژو د عملي کار پیل او ارزونه ده.
افغانستان تېر کال ازبکستان ته د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچې او لمدې میوې، پنبه، ډبرو سکاره او غالۍ لیږي.
له هغې خوا بیا تصیفه شوي تیل، غنم، بریښنا او حبوبات واردیږي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د احتمال خبرداری
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د نورستان په ګډون د ختیځو حوزود سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دې وزارت د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینو سره سم د اقلیمي بدلونونو له امله، د زمري له یکشنبې تر دوشنبې پورې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
وزارت له خلکو غوښتي چې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
بلخوا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول نورستان کې، سختو بارانونو او سېلابونو سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. چارواکي وايي د تېرې اوونۍ په سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان یا ورک دي.
ریچارډ بنېټ په ایران کې د افغانانو اعدامونه خواشینونکي بللي دي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د امریکا او ایران ترمنځ شخړو ته په اشاره ویلي چې په ایران کې افغان کډوال د تر ټولو زیانګالو کسانو له ډلې دي.
هغه د شنبې په ورځ، د زمري یا اسد میاشتې په درېیمه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ډېری افغان کډوال په دغو شخړو کې له پامه غورځول کېږي.
بنېټ همداراز په ایران کې د افغانانو د اعدامونو دوام خواشینوونکی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران قضايي قوې د ګل محمد محمدي په نوم د یوه افغان وګړي د اعدام خبر ورکړی و. نوموړی د تېر کال د اعتراضونو له قضیې سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شوی و.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د محمدي د اعدام حکم د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د اصفهان په یوه زندان کې عملي شوی دی.
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، نن شنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
بدخشان، تخار، نورستان، بغلان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل او غور هغه ولایتونه دي چې پکې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلی مترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ، په ځانګړي ډول نورستان، د سختو او ویجاړوونکو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهد و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې، د دغو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي، ۵ تنه ورک او ۱۲۵ تنه ټپیان شوي دي.
دغو سېلابونو همدارنګه په نورستان، پکتیا، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.
افغانستان به په سپټمبر میاشت کې په هند کې د دې هیواد له لوبډلې سره د درې شل اوره لوبو د لړۍ کوربه توب کوي
ټاکل شوې ده چې افغانستان د سپټمبر په میاشت کې په ډهلي کې د هند د کریکټ له لوبډلې سره د شل اوریزو سیالیو د درې لوبو د لړۍ کوربه توب وکړي. د کرېک اینفو د معلوماتو له مخې، تمه ده چې دغه سیالۍ د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي، خو دغه مهالویش تراوسه په رسمي توګه ندی اعلان شوی.
که څه هم افغانستان له څو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ سیالۍ په هند کې ترسره کوي خو دا به لومړی ځل وي چې یو هېواد د هند پر خپله خاوره کې د دې هیواد د ملي لوبډلې کوربه توب کوي. افغانستان مخکې خپلې کورنۍ لوبې په لکنو، دهرادون او ګرېټر نوېډا کې کړې دي خو هېڅکله یې د هند پر وړاندې په هند کې کوربه توب نه دی کړی.
افغانستان د روان کال په پیل کې په هند کې د شل اوریز نړیوال جام له سیالیو راهیسې کومه شل اوریزه نړیواله لوبه نه ده کړې. په هغو سیالیوکې افغانستان له څلورو لوبو څخه دوه وګټلې خو ونه توانید چې د سوپر اتو پړاو ته ورسیږي.
د جرمني د محکمې د پریکړې له مخې به د هرافغان چې جرمني ورسره د منلو ژمنه کړې، قضیه جلا څیړل کیږي
د جرمني حکومت به له دې سره سره چې د افغانانو لپاره یې د منلو ځانګړی پروګرام لغوه کړی، بیا هم اړ وي چې د افغانانو د ویزو غوښتنې د هرې قضیې پر بنسټ وارزوي. دا پرېکړه د جمعې په ورځ د جرمني د اساسي قانون د لوړې محکمې له خوا وشوه.
په کارلسروکې میشتې د جرمني تر ټولو لوړې محکمې وویل چې د اغېزمن شوي بهرني وګړي ځانګړې اندېښنې او شخصي وضعیت باید په پام کې ونیول شي.
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې په ځانګړې توګه، دا قضیه د "بشري حقونو نوملړ" (Human Rights List) په نوم د منلو ځانګړي پروګرام پورې تړاو لري، هغه پروګرام چې حکومت یې له مخکې د پای ته رسولو بهیر پیل کړی دی.
د دې قضیې یوه مدعي یوه افغانه ښځه وه چې جرمني ته د تلو لپاره یې له دې هیواده د ځان او خپلو دوو کوچنیو زامنو لپاره د ویزې غوښتنه کړې وه او اوس د پاکستان په پیښورښارکې اوسي.
دوی په ۲۰۲۱ کال کې له جرمني څخه د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه، خو دا ژمنه د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې بېرته لغوه شوه. د برلین-براندېنبورګ عالي اداري محکمې ویلي وو چې دوی د ویزو د ترلاسه کولو قانوني حق نه لري.
خو د جرمني فدرالي اساسي قانون محکمې دغه پرېکړه لغوه کړه او ویې ویل چې ټیټې محکمې د جرمني د اساسي قانون له مخې د خپلسرۍ د منع کولو د اصل د پلي کېدو د حدودو په اړه ناسم قضاوت کړی و.
د اساسي قانون محکمې د قاضیانو په وینا، عالي اداري محکمه باید دا په پام کې ونیسي چې د اساسي قانون له مخې جرمني مکلف دی له دغې ښځې او د هغې له ماشومانو سره په پاکستان کې خپلو مرستو ته ترهغو دوام ورکړي چې ویزه ورکړل شي.
محکمې همدارنګه وویل، د جرمني حکومت باید د پاکستان له حکومت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې په دغه پروګرام کې شامل د ویزې متقاضیان په هغه هیواد کې نه نیول کېږي او افغانستان ته نه استول کیږي.
د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو د نوملړ (Human Rights List) د پروګرام د شاوخوا ۶۴۰ افغانانو د منلو ژمنې پرته له دې چې د هریوه قضیه جلا وارزوي، لغوه کړې.
د افغانستان کریکټ بورډ: د ۲۰۲۶ کال د اسیايي سیالیو لپاره د افغانستان د الف ټیم نوملړ به ډیر ژر اعلان شي
د افغانستان د کریکټ الف ټیم به د ۲۰۲۶ کال د اسیایي سیالیو د مقدماتي لوبو په «A » ګروپ کې د کوربه هیواد جاپان او نیپال سره لوبې کوي.
په «B » ګروپ کې به هانګ کانګ ، مالیزیا او عمان لوبیږي.
د قرعې له مخې چې نتایج یې د پنجشنبې په ورځ اعلان شول ، هند، بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا په مستقیم ډول په کوارټرفاینل پړاو لوبې کوي.
د کریکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته وویل چې دغوراوي کمیټه به ډیر ژر ددغو لوبو لپاره د افغانستان د الف ټیم نوملړ اعلان کړي.
د لسو لوبډلو په ګډون دغه شل اوریزې سیالۍ د سپټمبر په ۲۴مه د جاپان په ناګویا ښار کې پیلیږي.
د یادونې وړده چې دافغانستان د کریکټ ملي ټیم راتلونکې اګست میاشت کې د ایرلند په وړاندې ۵ یو ورځنۍ بین المللي لوبې لري.
نیویارک ټایمز: ایران د ټرمپ لخوا د اوربند وړاندیز رد کړی
نیویارک ټایمز ورځپاڼه د څو کسو ایراني او عراقي چارواکو له قوله راپور ورکوي چې د ایران حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اوربند وړاندیز رد کړی دی.
د رپوټ په اساس دغه وړاندیز،تهران څخه د عراق د صدراعظم علي زیدي د لیدنې په مهال ایراني اړخ ته رسول شوی دی.
د عراق صدراعظم ایران ته دسفر په ترځ کې ولسمشر مسعود پزشکیان ، د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او نورو چارواکو سره ولیدل.
د وړاندیز جزییات څرګند شوي نه دي خو ایراني چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې دا یواځې د میز په سر وړانديز دی او دوی داسې یو لنډمهاله توافق ته چې د هرمز تنګي مسئله په کې حل نشي لیوالتیا نلري.
په عین حال کې رپوټونه وايي هرمز تنګي څخه د تجارتي بیړیو تګ راتګ تقریبا دریدلی دی. د بیړیو د حرکت د څارنې د شرکتونو معلومات ښيي چې د پنجشنبې په ورځ له دغه تنګي څخه د تیریدونکو بیړیو شمیر په تیرو ۷ اونیو کې ترټولو ټیټې کچې ته ورسید.
ددغو معلوماتو په اساس د پنجشنبې په ورځ د «نیو جاینت» په نامه یواځې یوه لویه بیړۍ چې دبصرې ۲ میلیونه بیرله خام نفت په کې بار وو له هرمز تنګي وتلې او د چین په لور یې حرکت کړی.
د پنجشنبې په ورځ هیڅ کومه بیړۍ هرمز تنګي ته داخل شوې نه ده.
د چهارشبنې او سه شنبې په ورځو کې هرمز تنګي څخه په ترتیب ۳ او ۸ بیړۍ تیرې سوي دي.
په عادي حالاتو کې به له دغه ستراتيژیک تنګي څخه د ورځې تر ۱۵۰ بیړۍ تیریدلې.