په کابل کې د امریکا سفارت وايي، افغانستان کې د بېړني حالت پر مهال د خپل سفارت د تړلو هېڅ پلان نهلري.
دې سفارت ویلي، کابل کې یې دروازې پرانیستې دي او همداسې به پرانیستې پاتې شي.
کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډیو ته رالېږلي برښنا لیک کې لیکلي "د جمهور رئیس بایډن د لارښوونې پر بنسټ، موږ په کابل کې د خپل فعال ډیپلوماتیک حضور او له افغانانو او حکومت سره د لا زیات کار کولو په هدف پاتې کېږو. موږ د خپل سفارت د تړلو لپاره هېڅ پروګرام نهلرو."
دا سفارت ټینګار کوي چې د خپلو خلکو او کارونو لپاره د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په اړه د پلان جوړولو په حال کې دي.
په افغانستان کې د امریکا دې مهم او لوی ډپیلوماتیک مرکز ازادي راډیو ته ویلي "دلته د خپلو چارو پر وړاندې د شته امنیتي ګواښونو په اړه پوهېږي او د اړتیا پر مهال به د دې ګواښونو د لهمنځه وړلو لپاره خپل پروګرامونه تنظیم کړي."
کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې د طالبانو له لوري د توغول شویو راکټونو له سیمې راولاړ شوي لوګي، ۲۰۱۱ کال د سپټمبر ۱۳مه
د امریکا سفارت دا هم وايي چې کولای شي په خوندي او داسې ډول خپل کارونه مخته یوسي چې د افغانستان او دوه اړخیزو اړیکو په ګټه وي.
دا سپیناوی وروسته تر دې کېږي چې د شنبې په ورځ وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې ولیکل، کابل کې د امریکا سفارت د خپلو مأمورینو د ویستو لپاره بېړنی پلان چمتو کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت داسې مهال د خپلو چارو په دوام ټینګار کوي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم ۳ ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې کابل کې د خپل سفارت د پرانیستي پاتې کېدو ډاډ ورکړ.
د افغانستان حکومت هم وايي، د امریکايي او بهرنیو عسکرو له وتو وروسته، له متحده ایالاتو او نورې نړۍ سره د نویو اړیکو څپرکی پرانیستل شوی چې له مخې بهیې، له ټولو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې او همکارۍ د معمول په څېر روانې وي.
بل لور ته بیا په مزار شریف کې د ازادي راډیو د سیمهییز خبریال د راپور پر بنسټ، افغان چارواکو منلې چې مزار شریف کې یو شمېر بهرنیو قونسلګریو خپلې چارې محدودې کړې دي.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه هېڅ کوم سفارت په دې اړه له دوی سره رسمي اړیکه نهده نیولې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
په افغانستان کې د بهرنیو ډيپلوماتیکو مرکزونو لهخوا د امنیتي ستونزو له کبله د فعالیت د محدوېدو راپورونه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو هم یوه اعلامیه کې بهرنیو اتباعو او ډپیلوماتانو ته ډاډ ورکړی چې د دې ډلې لهخوا دوی ته هېڅ ډول خطر نهشته او کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.