د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

واشنګټن: افغانستان کې د زور له لارې رامنځته کېدونکی دولت د نه‌منلو او ناقانونه دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو له نامعلوم برخلیک او په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په افغانستان کې د زور له لارې رامنځته کېدونکی دولت نړیوالو او افغانانو ته د منلو نه‌دی.

د دغه وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د زور له لارې راتلونکی حکومت به قانوني نه‌وي او د نړیوالو ټولنې مرستې به ترلاسه نه‌کړي.

ښاغلی پرایس زیاتوي: "په افغانستان کې د زور له لارې د نوي حکومت رامنځته کولو هڅې به په نړیواله کچه د منلو نه‌وي او د افغانستان خلکو ته به د قبول وړ نه‌وي، د امریکا متحده ایالات او په ټوله نړۍ کې زموږ شریکان په بشپړ احتیاط د بشر حقوق او د افغانستان د خلکو لپاره شرایط چې پوهېږو، له کلونو جنګ او له کلونو تاوتریخوالي کړېږي ویني، موږ په ډېر دقت څار کوو، څو ټولې لاسته راوړنې خوندي کړو، موږ پوهېږو چې ماتېدونکې دي، په ځانګړې توګه د افغانستان د نجونو، ښځو او همدا شان د لږکیو لپاره."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دوی لومړيتوب دا دی چې د خبرو او تفاهم له لارې پاتې ستونزو ته د حل لاره پيدا کړو، البته نظامي حل‌لاره به وروستی انتخاب وي.

خو د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ ویلي چې طالبان سولې ته معتقد نه‌دي او غواړي د زور له لارې واک ترلاسه کړي.

وړمه ورځ په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن هم پر طالبانو غږ کړی و چې تاوتریخوالی دې راکم کړي او د سولې مېز ته دې حاضر شي.

په همدې حال کې روانه اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په یوه خبري ناسته کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، که غواړي چې د دوی له هوايي بریدونو وژغورل شي، نو تاوتریخوالی دې بند کړي.

افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر خبري غونډه
افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر خبري غونډه

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ د ازبکستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

امریکا چې د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي، په دې هدف، په منځني اسیا کې د خپلو ملګرو هېوادونو مرستې غواړي.

انتوني بلېنکن د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره یوځای د خبري غونډې پر مهال وویل، هغوی د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت په اړه شریکې ګټې لري.

د افغانستان په شمال کې طالبانو د ازبکستان او تاجکستان پولو ته څېرمه ځینې ولسوالۍ نیولي چې د منځني اسیا دغو دواړو هېوادونو ته هم د امنیت ممکنه ګواښونه پېښولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جنګ جګړو زور اخیستی چې ورسره ځینې ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې چې افغان حکومت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG