افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د طالبانو څرګندونې او د افغان حکومت غبرګون

ارشیف، د طالبانو ضد د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان په یو ځینو ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ولسوالیو په سقوط سره هغه څه چې د افغانستان ملي دفاع وزارت‌یې تاکتیکي شاتګ بولي، دغې ډلې تازه د خپلو لاسته راوړنو په اړه خلکو ته مبارکي ویلې او له افغان ځواکونو او پولیسو یې غوښتنه کړې چې له دوی سره یوځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هغو سیمو په اړه چې طالبانو نیولي، ویل شوي چې جګړه نه‌ده شوې او افغان ځواکونو له کومې نښتې پرته ولسوالۍ دوی ته پرېښې دي.

دا انتقادونه هم موجود و چې دغو ځواکونو ته په خپل وخت امکانات نه‌دي رسېدلي، نو ځکه تسلیم شوي دي، خو د افغانستان دفاع وزارت دا خبره رد کړې وه.

د طالبانو په تازه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه‌یې «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۲» خپره کړې، دا هم راغلي چې د دوی د مشرتابه له‌خوا ویل شوي چې کومې ولسوالۍ چې نیسي هلته امنیت ټینګ کړي او د دولتي تأسیساتو ترڅنګ د دکانونو، مارکېټونو، صرافیو او د سوداګریزو مرکزونو امنیت هم ټینګ کړي څو د خلکو شخصي مالونو ته تاوان ونه‌رسېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د سیمه‌ییزو راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا تر نیول کېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا په بمونو والځول شوه چې طالبانو هغه مهال د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

فراه کې د افغان ځواکونو عملیات

د طالبانو په دې تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سوداګریز بندرونه چې د دوی لاس ته لوېدلي د پخوا په شان به فعاله او صادرات او واردات به هم د پخوا په شان ترسره کېږي او د سوداګریزو دفترونو کارونه به هم نه‌بندېږي.

د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو وړمه ورځ د شېر خان بندر سوداګریز مرکز هم ونیو، خو کومې رسمي دولتي سرچینې دا خبره نه‌ده تأيید کړې.

د طالبانو په نوې اعلامیه کې د ښځو، رسنیو، لږکیو او د ټولنې د ټولو اقشارو د حقونو د خوندیتوب او دوی ته د درناوي خبره کړې ده.

خو د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز وايي، طالب چې هر ځای نیولی، عامه تأسیسات او شتمنۍ، پلونه او پلچکونه‌یې په بمونو الوځولي دي.

د دغه مرکز رئیس دوا خان مینه‌پال وايي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېڅ چا ته دا اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړي.

د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "طالب چې هر سیمه نیولې بې له ورانۍ یې بل اثار هلته نه‌دي پرېښي، عامه شتمنۍ، تأسیسات ، پلونه دا یې په بمونو الوځولي، د طالب څېره همدا ده، طالب بې له دې بل هېڅ ډول تصویر او فکر د افغانستان په اړه نه‌لري، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېڅ ترهګر ته دا اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړي."

طالبانو په خپله اعلامیه کې هغو کسانو ته چې د ولسی پاڅونونو په نوم‌یې د دوی په وینا دولتي اربکي راټول کړي، غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي، ګڼې دوی به ورسره جدي چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې د جګړې په تودېدو او د طالبانو له‌خوا د افغانستان په شمال او ځیني نورو ولایتونو کې د ولسوالیو په سقوط سره یو شمېر خلکو د ولسي پاڅونونو د رامنځته کېدو خبره وکړه چې یو شمېر یې د پخوانیو جهادي قوماندانونو له‌خوا رهبري کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت نوي سرپرست بسم‌الله محمدي پر خلکو غږ کړی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شاته ودرېږي، دوی به‌یې ملاتړ کوي.

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي

تازه په امنیتي چارو کې د جمهور رئیس غني سلاکار محمد محقق هم د یو پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته رسېدلی چې هلته به د وروستیو تحولاتو په اړه له جهادي قوماندانانو، سپین ږیرو مشرانو او د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره وګوري او خبرې وکړي.