بشر حقونو نړیوال سازمان: بهرنیانو سره کارکوونکو افغانانو ته دې د ویزو ورکول چټک شي

ارشیف

د بشر حقونو نړیوال سازمان له هغو هېوادونو چې له افغانستانه‌یې ځواکونه د وتلو په حال کې دي، غوښتي چې د هغو افغانانو خوندیتوب ته دې لومړیتوب ورکړي چې له دغو ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.

دې ادارې په یوه بیان کې له امریکا، بریتانیا، هالنډ او نورو هېوادونو غوښتي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د بهیر تر بشپړېدو مخکې دې ژر تر ژره افغانانو ته د ویزو ورکولو پروسه چټکه کړي.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې بشپړېږي.

خو نیويارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ښايي ټول ځواکونه د جولای میاشتې تر نیمايي له افغانستانه ووځي.

د بشر حقونو نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیالې پاترېشیا ګاسمن نن په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه افغانان چې له بهرنیو ځواکونو او سفارتونو سره‌یې کار کړی دی، د طالبانو له تهدید سره مخامخ دي.

د بشر حقونو نړیوال سازمان د اسیا برخې مرستیاله پاترېشیا ګاسمن

طالبانو د جون په اوومه نېټه په یوه اعلامیه کې ویلي، هغه کسان چې له بهرنيانو سره‌یې کار کړی دی د طالبانو په وینا، که پر خپل مخکېني کار پښېماني وښيي، له تهدید سره به مخامخ نه‌شي.

طالبانو له ترجمانانو او هغو کارکوونکو چې پخوا یې له بهرنیانو سره کار کړی، غوښتي چې له افغانستانه لاړ نه‌شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي.

خو یو شمېر ترجمانان او نور افغانان چې له بهرنیانو سره‌یې کار کړی، د ځان او خپلو کورنیو د غړو ژوند ته اندېښمن دي.

۳۲ کلن مونا حسیني چې اساسي حقونو ته د لاسرسي په برخه کې يې له یوه امریکايي شرکت سره څلور کاله کار کړی، وايي چې د ویزې غوښتنلیک‌یې رد شوی او خپل راتلونکي ته اندېښنه لري.

ده ازادي راډيو ته وویل: "په ۲۰۱۴م کال کې مې له یوې امریکايي مؤسسې سره کار وکړ او د امریکا ویزې ته مې غوښتنلیک ولېږه، خو د ځینو محدودیتونو له کبله رد شو. نه‌یوازې زه، بلکې ټول کسان چې د ښځو د حقونو په برخه کې يې کار کړی، راتلونکي ته اندېښنه لري."

۳۳ کلنه پیمان رؤفي د مزار اوسېدونکې ده. دې ازادي راډيو ته وویل چې کلونه‌یې له بهرني ځواکونو سره کار کړی دی، خو اوس هم د ویزې د غوښتنلیک ځواب ته په تمه ده.

دا زیاتوي: "دا چې وضعیت خراب شو، ۱۰ میاشتې مخکې مې د ترجمانانو لپاره د امریکا ځانګړې ویزې ته غوښتنلیک ولېږه، خو تر اوسه مې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی. غوښتنلیک مې دا دی، هغه کسان چې که‌یې یوه ورځ که‌یې ۱۰ کاله له امریکایانو سره کار کړی وي، له تهدید سره مخامخ دي او باید ویزې ورکړل شي."

د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې رئیس جنرال مارک میلي د مې په ۲۶مه ویلي وو چې واشنګټن داسې پروګرامونه جوړوي چې د ترجمانانو او هغو افغانانو د ویزو کار چټک شي چې له بهرنیو ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.

د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې رئیس جنرال مارک میلي

د بشر حقونو نړیوال سازمان د راپور له مخې اوس‌مهال شااوخوا ۱۸ زره افغانان ویزې ته سترګې په لاره دي.

له دغو افغانانو یو شمېر یې د امریکا ویزو ته څو کاله منتظر پاته شوي.

بریتانیا هم اعلان کړی چې د هغو افغانانو د ویزو کار به چټک کړي چې له بریتانیايي ځواکونو سره‌یې کار کړی دی.

خو د بشر حقونو نړیوال سازمان له دې برنامې شکایت کړی دی.