د جنبش رستاخېز تغییر د وژل شویو غړو تلین؛ ایزدیار: حکومت پر ژمنو عمل نه‌دی کړی

کابل کې د جنبش رستاخېز تغییر اعتراض. 03July2017

د سږ کال د جوزا ۱۲مه په کابل کې د جنبش رستاخېز تغییر د معترضو غړو د وژل کېدو له څلورم تلین سره برابره ده، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یاد غورځنګ غړو په کابل کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت او په نتیجه کې یې د معترضینو څو کسان ووژل شول.

په وژل شویو کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی سالم ایزدیار هم شامل و.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، حکومت د دغې پېښې د عاملینو د محاکمه کولو پر ژمنو عمل نه‌دی کړی.

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

ده له حکومته وغوښتل چې د عاملینو د سختو مجازاتو لپاره دې یوه ځانګړې محکمه جوړه کړي او که نه د هاګ نړیوالې محکمې ته به شکایت وکړي: "موږ د محکمې له جریان نه راضي نه‌یو، قاضي صاحبان باید عادلانه قضاوت اوحکومت بې‌پرې چلند وکړي چې د دغې پېښې عاملین په اشد مجازات یعنې اعدام او نور په بند محکوم شي. له دې نه پرته موږ دوهمه او درېیمه لار هم لرو، اسناد په لاس لرو او نړیوالې محکمې ته به شکایت وکړو."

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم نن چهارشنبه د دغه غورځنګ د قربانیانو د څلورم تلین په غونډه کې پر حکومت انتقاد وکړ چې د څلورو کلونو په تېرېدو سره د قربانیانو کورنیو ته د پېښې د عاملینو د نیولو په اړه قناعت بخښونکی ځواب نه‌لري.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

هغه زیاته کړه: "خلک باید د اعتراض او انتقاد حق ولري، کله چې مو دغه اعتبار تر پوښتنې لاندې راووست، بیا نو انتقاد سره مخ کېږو. کله چې د عدالت پر وړاندې غفلت وکړو، هغه کسانو ته د ناوړې ګټې اخیستنې زمینه برابرېږي چې د افغانستان نابودي غواړي."

په ورته وخت کې لویه څارنوالۍ د جوزا د ۱۲مې پېښې د عاملینو په اړه وايي، په دې اړه څېړنې بشپړې شوي او د پرېکړې د صادرولو لپاره سترې محکې ته استول شوي.

سترې محکې په دې تړاو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

څلور کاله مخکې د ۱۳۹۶ کال د جوزا په ۱۲مه، یو شمېر اعتراض کوونکو د ناامنیو پر ډېرېدو او د جرمني سفارت مخې ته د ټانکر بم چاودنې په تړاو اعتراض وکړ، هغه چاودنه چې په‌کې له ۱۰۰ زیات کسان ووژل او نږدې ۵۰۰ تنه نور ټپيان شول.

کابل کې د جنبش رستاخېز تغییر لاریون 03July2017

اعتراض کوونکو د هغه وخت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ګډون د ځینو لوړپوړو حکومتي چارواکو له دندو لیرې کېدل غوښتل.

دغه اعتراض هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت او د امنیتي ځواکونو په ډزو مهار شو چې مظاهره کوونکو غوښتل د ارګ او د سپېدار پر دروازو ورننوځي.

هغه مهال راپورونه خپاره شول چې په دغې پېښه کې اووه تنه وژل شوي، خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي چې ۹ تنه وژل شوي وو.