د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

محمد علم ایزدیار: د 'جنبش رستاخېز تغییر' د غړو د وژلو عاملین باید اعدام شي


محمد علم ایزدیار او د غونډې نور ګډون کوونکي
محمد علم ایزدیار او د غونډې نور ګډون کوونکي

د افغانستان مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار غواړي چې د ده د زوی سالم ایزدیار وژونکي اعدام شي.

ښاغلي ایزدیار د سالم ایزدیار د وژل کېدو په درېیمه کلیزه کې په کابل کې وویل، تر اوسه د ده د زوی او نورو د وژلو عاملین نه‌دي نیول شوي.

سالم ایزدیار له یو شمېر نورو ځوانانو سره د ۱۳۹۶ کال د جوزا په ۱۲مه، په سیمه کې د ګمارل شویو امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.

د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۲» یو شمېر خلک د کابل ښار په زنبق څلورلاري کې راغونډ شول چې درې کاله مخکې په کابل کې په یوه لاریون کې د وژل شویو لپاره عدالت وغواړي.

دوی د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار او د 'جنبش رستاخېز تغییر' د نورو لاریون کوونکو د وژلو د عاملینو د مجازاتو غوښتنه وکړه، هغه جنبش چې په کابل کې یې د مرګونې حملې وروسته، د حکومت پر وړاندې پر اعتراضونو لاس پورې کړ.

د کابل پخواني امنیه قوماندان او ګارنېزیون قوماندان عکسونه چې اعتراض کوونکي یې لېږدوي.
د کابل پخواني امنیه قوماندان او ګارنېزیون قوماندان عکسونه چې اعتراض کوونکي یې لېږدوي.

دوی وايي، د ۳ کلونو په تېرېدو سره بیا هم د دغې پېښې عاملین ونه‌نیول شول.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دغه پېښه کې یې زوی (سالم ایزدیار) وژل شوی، د یادې پېښې په ارزولو کې عدلي او قضايي ارګانونه په بې‌پروايۍ تورنوي.

ښاغلی ایزدیار وايي: "لویې څارنوالۍ چې کله، د کابل د امنیه قوماندان جنرال حسن‌شاه فروغ او د کابل ګارنېزیون د قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي دندې وځنډولې او د مستقیمې ادعا او غږیزې مکالمې سره سره چې پر عدالت غوښتونکو ځوانانو د ډزو حکم په‌کې ښودل کېږي، د عاملینو د نیولو په اړه هېڅ اقدام ونه‌شو."

دی وايي، سره له دې چې په هغه وخت کې د پېښې په تړاو د پولیسو د ۱۰ افسرانو په ګډون د ۱۸ کسانو دوسیې محکمې ته ولېږل شوې او د احضارولو حکم‌یې وشو، خو لویه څارنوالۍ د دغو کسانو په حاضرولو بریالۍ نه‌شوه.

د ښاغلي ایزدیار په خبره ۱۰ کسان چې ددغې پیښې عاملین دي، یوازې څلور کسان‌یې میرویس تره‌کي، احمد علي‌زاده، محمد صابر ارین او محمد صادق مرادي، د محکمې غونډې ته حاضر شول.

ښاغلی ایزدیار وايي، سره له دې چې اسناد او شواهد شته چې ګمارل شويو امنیتي مسؤلینو په سیمه کې پر 'جنبش رستاخېز تغییر' ډزې کړي، خو بیا هم دغې دوسیې ته رسېدنه نه‌ده شوې.

اعتراض کوونکي غواړي چې د کابل پخوانی امنیه قوماندان حسن‌شاه فروغ او د کابل ګارنېزیون پخوانی قوماندان ګل نبي احمدزی دې اعدام او نور دې بندیان شي.

بل‌خوا د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دغې عدالت غوښتنې ملاتړ وکړ.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله غونډې ته د وینا پر مهال.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله غونډې ته د وینا پر مهال.

ښاغلي عبدالله په دغې غونډه کې وویل: "هیبتناکه پېښه وه، که څه هم په دې برخه کې په حکومت کې مستقیم مسؤلیت نه‌لرم، خو د یو هېوادوال په توګه څه چې د عدالت پلي کولو پورې اړه لري، ځان مسؤل ګڼم."

په ورته وخت کې لویه څارنوالۍ وايي، په دې هکله د دوی ارزونې پای ته رسېدلې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د لوdې څارنوالۍ لiخوا په دې اړه بې‌پرې، هر اړخیزې او عادلانه څېړنې مخکې بشپړې شوي او د شرعي او قانوني پرېکړې په هدف اړوندې محکمې ته لېږل شوي او د افغانستان په محاکمو کې تر ارزونې لاندې دي."

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

درې کاله مخکې په همدې ورځ یعنې د ۱۳۹۶ کال د جوزا په ۱۲مه یو شمېر اعتراض کوونکو په کابل کې د جرمني سفارت مخې ته پر چاودېدونکو موادو بار د ټانکر په چاودېدو اعتراض وکړ.

دوې په دغه اعتراض کې، د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په ګډون له دندو څخه د یو شمېر حکومتي چارواکو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي واوښت او د امنیتي ځواکونو په ډزو یې مخه ونیول شوه چې لاریون کوونکو غوښتل، د ارګ او سپېدار په دروازو ورننوځي.

که څه هم هغه مهال داسې راپور خپور شو چې په دغه پېښه کې اووه کسان وژل شوي، خو اوس د مشرانو جرګې لومړی مرستیال او د وژل شوي سالم ایزدیار پلار، محمد علم ایزدیار وايي په هغه پېښه کې ۹ کسان وژل شوي وو.

د ویلو ده چې د زنبق په څلورلاري کې د جرمني سفارت مخې ته د چاودېدونکو موادو ډک ټانکر د چاودنې په پېښه کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او کابو ۵۰۰ په‌کې ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG