"جنبش رستاخیز تغییر" وغوښتل د موټرو په هارنډونو خپل اعتراض ارګ ته ورسوي
دا مظاهره د خیرخانې د لب جر له څلور لارې پیل شوه او مظاهره کوونکو هڅه کوله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځان ورسوي او هلته د پنځه دقیقو لپاره د لسګونه موټرو په وسیله هارنډونه ووهي او په دې سره خپلې غوښتنې د چارواکو، نړیوالۍ ټولنې او ملګروملتونو تر غوږونو ورسوي. ویډیو: ابراهیم صافی ایډیټ: نصرت پارسا