د افغانستان د تېرې نیمې پېړۍ یو له فعالو او پياوړو اسلامي ګوندونو، د افغانستان اسلامي جمعیت، ووېشل شو.
دا ګوند چې د واک او مبارزې په دې کلونو کې یې دواړه تجربه کړل، د خپل وخت یو له لویو ننګونو سره مخ دی شوی دی.
که څه هم د دغه ګوند د بنسټ ايښودونکي برهانالدین رباني له مړینې وروسته، هره ډلهیې یو په بل پسې جلا شوې، خو د عطا محمد نور جلا کېدو چې د جمعیت اسلامي له عمدهوو رهبرانو او قوماندانانو شمېرل کېده، دغه ګوند له لویې ازموینې سره مخ کړی دی.
عطا محمد نور د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په ۲۸مه د پنجشنبې په ورځ په یوه لانجمنه غونډه کې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبر په توګه وټاکل شو. په دې توګه، د ۱۴مې لمریزې پېړۍ په وروستیو ورځو کې، د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند چې نیمه پېړۍ مخینه لري، په دوو لویو برخو ووېشل شو، د صلاحالدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي او د عطا محمد نور په مشرۍ جمعیت اسلامي.
خو دغه ګوند چې له جوړېدو راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان د جګړې او سیاست له مهمو لوبغاړو و، کومې لوړې ژورې لیدلي او کوم عوامل د دغه وېشل کېدو لاملونه دي؟
د عطا محمد نور په مشرۍ د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی عبدالشکور واقف حکیمي وايي چې جمعیت اسلامي ګوند د خپل ژوند په اوږدو کې دوه تاریخي پړاوونه تر شا پرېښي.
د هغه په خبره، لومړی پړاو په ۱۳۳۶ کال کې د افغاني ټولنې د کلتور او اسلامي تاریخ پر بنسټ د مسائلو د ټاکلو لپاره د فکري، سیاسي او کلتوري فعالیتونو په پیلولو سره دی چې د هغې د روزنې مرکز د کابل پوهنتون و.
بیا ورسته، په ۱۳۵۲ کال کې د اسلامي جمعیت د سیاسي او ګوندي تشکیلاتو په رامنځته کولو سره، دوهم تاریخي پړاو پيل شو چې هغه مهال، د مشرتابه کادر او ګوندي تشکیلات لکه برهانالدین رباني د رئیس په توګه، عبدرب الرسول سیاف د هغه د مرستیال په توګه، حبیبالرحمن د منشي په توګه او یو شمېر نور بیا د ګوند په نورو بستونو کې وټاکل شول.
د سردار محمد داوود له کودتا وروسته، چې اسلامپاله ډلې تر څار لاندې ونیول شوې، د دغه ګوند یو شمېر مشرانو له خپلو نورو همفکرانو سره پاکستان ته پناه وېوړه چې د یو شمېر ناظرانو په اند، له هماغه وخته د پاکستاني اسلامپالو له لارې د دغه هېواد د لاسوهنې لاره پرانیستل شوه.
د جمعیت اسلامي او نورو اسلامي ډلو اساسي او بل پړاو د ثور د اوومې او ورپسې افغانستان ته د شوروي ځواکونو له راتلو سره پيل شو او کابل کې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت تر نسکورېدو، دغه ډلې هم له واکمن نظام او هم ځیني وختونه له یو بل سره په جګړه کې وو.
خو د جمعیت اسلامي په شمول وسلهوالو جهادي ډلو ته اصلي ازموینه هغه مهال وه چې د زعامت موضوع مطرح شوه. صبغتالله مجددي د خپلې واکمنۍ دوه میاشتنۍ دوره پرلهپسې جګړو کې تېره کړه او د هغه ځایناستی برهانالدین رباني چې د څلورو میاشتو لپاره ټاکل شوی و، د کورنیو جګړو له امله ارامه ساه وانهخیسته. دغه وسلهوالې سیالۍ ورځ تر بلې خونړۍ کېدې او د طالبانو تر واکمنېدو یې شااوخوا پنځه کاله دوام وکړ.
سره له دې چې په دې دوره کې کابل او د افغانستان خاورې ډېره برخه د نوې پیدا شوې ډلې، طالبانو تر کنټرول لاندې وه، خو د رباني په مشرۍ حکومت په نړیوال ډګر کې د افغانستان استازیتوب ته تر یوه حده دوام ورکړ او په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان څوکۍ ساتلې وه.
جمعیت اسلامي د طالبانو له نسکورېدو سره د نړیوالو قدرتونو د مرستې په پایله کې، د لنډې مودې لپاره واک ته راوګرځېده، خو ژر یې سیاسي واک نوي زعیم حامد کرزي ته وسپاره، په داسې حال کې چې په دولتي دستګاه او امنیتي ځواکونو کې اصلي واک تر یوه حده د جمعیت اسلامي ګوند په لاس کې پاتې شو.
په ورته وخت کې، د سیاسي چارو پوه او د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالکبیر رنجبر وايي، جمعیت اسلامي د هغه نفوذ له کبله چې لري یې، د حامد کرزي له دورې تر اوسه مهمه ونډه لرلې ده.
که څه هم هغه وايي چې د برهانالدین له وژل کېدو وروسته دغه ګوند کمزوری شوی او پخوانی یووالی پهکې نهدی پاتې، خو بیا یې هم ونډه مهمه بولي.
ښاغلی رنجبر وايي: "تر ډېره پوځي ډلې وې چې د قوت او زور له لارې د وسلې له لارې، دوی خپلو اهدافو ته رسېدل او د ښاغلي کرزي د حکومت پر مهال هم د دې لپاره چې دوی د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او پلازمېنه کې د پوځي ملېشو د درلودو له اړخه نفوذ درلود او امکاناتیې لرل دوی له دولت سره هم شریک شول او همیې پر خپله د افغانستان په قضایایو او سیاست اغېز درلود چې تر یوه حده دا رول تر ننه هم پاتې دی."
جمعیت اسلامي په وروستیو کلونو کې تل په ګوند کې دننه اختلافانو او ان له وېشل کېدو سره مخ دی چې د واقف حکیمي په وینا دغه بهیر د برهانالدین رباني له مرګ وروسته چټک شو.
ښاغلی حیکیمي زیاتوي: "د افغانستان په اسلامي جمعیت ګوند کې دننه اختلافات، په ځانګړي توګه د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د مشر شهید استاد برهانالدین رباني تر شهادت وروسته، وخت په وخت رامنځته شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند له نظره د یادې معضلې حل د ګوند عمومي مجمع جوړېدل و چې له بده مرغه ځیني وختونه د مناسبو او ځیني وخت د نامناسبو دلایلو له امله ځنډول شوې ده."
هغه وویل چې په هغه وخت کې پرېکړه وشوه چې د برهانالدین رباني زوی صلاحالدین رباني د لنډ مهال لپاره د ګوند رئیس وټاکل شي او یو کال وروسته عمومي مجمع جوړه کړي، خو د بېلابېلو دلایلو له امله دوی د عمومي مجمع په جوړولو کې پاتې راغلي.
د صلاحالدین رباني له مشرۍ نهه کاله وروسته بالاخره د ۱۳۹۹ کال د سرطان/ چنګاښ په ۱۴مه د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ له ټولو ۶۴ غړو ۴۸ یې پرېکړه وکړه چې صلاحالدین رباني باید ګوښه او د کنګرې تر جوړولو عنایتالله شاداب د ګوند رهبري په غاړه واخلي.
له بلې خوا، د جمعیت د انسجام شورا په نوم د اکرام معصومي په مشرۍ د دغه ګوند یوه بله څانګه هم وه چې اوس بېرته د عطا محمد نور په مشرۍ له جمعیت ګوند سره یوځای شوې ده.
بالاخره تېره پنجشنبه، د اسلامي جمعیت ګوند لومړۍ کنګره د عطا محمد نور په مشرۍ جوړه شوه او پهکې ښاغلی نور د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکل شو، خو د صلاحالدین رباني اړوند جمعیت اسلامي ګوند د عطا محمد نور له لوري د کنګرې دایرول "غیر عادلانه او غیر رسمي" بولي.
د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود وايي چې تر اوسه د دغه ګوند کنګره نهده جوړه شوې او راتلونکي کال تهیې د هغه د جوړېدو خبر ورکړ.
ښاغلی مسعود وايي: "موږ هیله لرو چې انشاءالله راتلونکی کال وکولای شو یوه ډېره سمه کنګره جوړه کړو چې د کليو، ولسوالیو او د ولایاتو په کچه زموږ د ټولنې د ټولو برخو د غوښتنو نمایندګي وکړي."
ښاغلي مسعود وویل، وروسته له هغه چې په جمعیت اسلامي ګوند کې د ځینو ډلو جلا کېدو موضوع رامنځته شوه، شااوخوا شپږ میاشتې مخکې د عطا محمد نور ډلې له دوی څخه ځان جلا کړ. د هغه په خبره، اوسمهال د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند څانګه د رهبرۍ شورا نهه ۹ غړي لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا بل غړي محمد اسماعیل د ۱۴۰۰ کال د وري په ۲مه په هرات کې د یوې خبري غونډې پر مهال وېشل کېدونکي اقدامات وغندل خو ویېویل، دی خپله له هېڅ یوې ډلې سره نهدی.
هغه د جمعیت رهبرۍ ته د ښاغلي نور ټاکل کېدل د هغه د پلویانو له لوري یوه دوکه وبلله: "زموږ له نظره دا کنګره نه معیاري ده، نه رښتینې ده او نه هم کنګره د جمعیت لویو اړخونو او د افغانستان د اسلامي جمعیت مجاهدینو ته د منلو ده."
د پنجشنبې په ورځ د ګوند د لومړۍ کنګرې پر مهال نښته رامنځته شوه. د عطا محمد نور پلویان ادعا کوي چې په صلاحالدین رباني پورې یو شمېر تړلي وسلهوال د کنګرې ځای ته ننوتل او ډزې یې وکړې چې مرګژوبله یې هم اړولې ده، خو د صلاحالدین رباني په مشرۍ څانګې دغې کنګرې ته د دوی د ګوند پورې تړلي کوم وسلهوال یا غیر وسلهوال کس ننوتل رد کړل.
بلخوا، د سیاسي چارو پوه عبدالباري عارض وايي چې جمعیت اسلامي د ګوند د تکامل او پرمختیا لپاره د هڅو پر ځای، برعکس د ګوند د ټوټه کولو په لټه کې شوي، د هغه په باور له دې ډول وېشل کېدو سره به په راتلونکي کې دغه ګوند د بیا یو موټي کېدو فرصت ونهلري.
دی وايي: "تاسو شاهد یاست پخوا په افغانستان کې د خلق او پرچم ډیموکراتیک ګوند دومره نفوس درلود، اسناد یې شته چې د یوې مظاهرې غږ بهیې وکړ ټول کابل به د دوی له کسانو او سرو بیرغونو وپوښل شو او سلګونه زره کسان راټولېدل، هغه شان لوی لوی ګوندونه په اړوندې جغرافیه کې شرایطو او د اوضاع بدلون ته په کتو سره په ټوټو ووېشل شول او بالاخره یو ډول نه یو ډول لهمنځه ولاړل. زه فکر نهکوم چې جمعیت اسلامي بیا دا موقع ترلاسه کړي چې یو موټی شي یا ګوند شي یا جهادي تنظیم."
خو له ډې ټولو سره، عطا محمد نور له ګوند د رسمي جلا کېدو سره سره ویلي، هر کله چې ښاغلی رباني، احمد ضیا مسعود او د ګوند نور غړي وغواړي، چمتو دی چې له مشرتابه استعفا ورکړي او له وخت وړاندې کنګره جوړه کړي.