د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د جمعیت مرستیال: صلاح الدین رباني به د ګوند د ریاست په څوکۍ پاتې وي


احمدضیا مسعود
احمدضیا مسعود

د جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود وايي، چې ښاغلي ربانی به د دغه ګوند د ریاست په څوکۍ پاتې کېږي.

د دغه ګوند یو شمېر غړیو د پنجشنبې په ورځ د صلاح الدین رباني په ملاتړ په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسلامی جمعیت د ګوند له نوم او نښان نه د ناوړه استفادې د پای ته رسولو په هدف په دغه ګوند کې یونس قانوني، عطامحمد نور، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب، عبدالستار مراد غړیتوب ځنډولی.

په دغه اعلامیه کې راغلي په ګوند کې دننه ځینې څېرې د ګوند له نوم ناوړه استفاده کوي.

له بلې خوا د جمعیت اسلامی ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود د جمعیت ګوند د ځینو غړیو تصمیم د دغه ګوند د ځینو غړیو او د ښاغلي رباني د رهبري په وړاندې کودتا بولي.

هغه زیاته کړه: "دوی چې کوم کار کړی، د دغه ګوند له پرنیسبونو خلاف دی، چې څو تنه د ګوند په داخل کې کودتا کړې، چې دا سیاسي انګېزه ده، ښاغلی رباني د ګوند په راس کې ده، موږ د سولې په مسئله کې د جمعیت ګوند د مستقلانه ونډې غوښتنه کوو، ځکه ویلي مو دي چې تقلبي حکومت په رسمیت نه پېژنو."

د جمعیت ګوند په اعلامیه کې د صلاح الدین رباني په ملاتړ ویل شوي،د استاد برهان الدین رباني په ګډون د دغه ګوند د پیاوړو څېرو په ځنځيره یي وژنو سره هڅه شوې، چې دغه ګوند کمزوري او څنډې ته کړي.

که څه هم په اعلامیه کې د کومې مشخصې ډلې او چا نوم نه دی یاد شوی، خو ویل شوي، چې به ګوند کې دننه او بهر د د ښمن ستراتیژي داوه چې ګوند کمزوری شي.

په اعلامیه کې پرېکړه شوې، د افغانستان د جمعیت ګوندد حکومت د فعال اپوزسیون په توګه عملا کار پیل کړی، او د اوسني حکومت د تشکیل په وړاندې په پخوانۍ دریځ ټینګ ولاړ دی.

له دې وړانډې صلاح الدین رباني د جمعیت اسلامي ګوند په استازولۍ په اوسني حکومت کې ونډه رد کړې وه.

د اعلامیې په یوه برخه کې همداشان راغلي، جمعیت اسلامي به له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د فعال ګډون په هدف یو غیر حکومتي خپلواک پلاوي به ډېر ژر معرفي کړي.

دغه اعلامیه د عطامحمد نور په ملاتړ د دغه ګوند د غړیو د اعلامیې په غبرګون کې چې له مخې یې صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له رهبري لرې شوې خپره شوې.

د عطا محمد نور په ملاتړ د دغه ګوندله ۴۵ زیاتو غړیو د چهارشنبې په ورځ ویلي و، د ګوند د رهبري د پرېکړې په اساس ښاغلي رباني د دغه ګوند له رهبرۍ برطرفه شوی.

په ظاهر کې د ښاغلي رباني مخالفت د ګوند له غړیو سره په حکومت کې د مصالحې عالي شورا سره مخالفت کې له رهبري برطرفه کړای شوی.

د عطا محمد نور په ملاتړ د جمعیت ګوند غړي عبدالحفیظ منصور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "خپله صلاح الدین رباني په تېرو څو کلونو کې د ګوند د ګنګرې د ټاکنو په ترسره کولو او د ګوند قانوني رئیس په ټاکلو نه دی توانېدلی، دغه خپله لویه ناکامي خپله د هغه او ګوند ته تلقي کېږي، دویم دلیل دا چې له ټاکنو وروسته د جمعیت ډېری غړیو د عبدالله او محمد اشرف غني ترمنځ سیاسی توافق ومانه، په داسې حال کې چې ښاغلي رباني اعلان وکړ، چې اپوزیسیون دی، نه په حکومت او نه هم د مصالحې عالي شورا کې ونډه اخلي دا د جمعیت د منافع په ضد تلقي کېږي، دا دوه عمده دلایل و، چې له ۲۰۰ زیاتو د جمعیت غړیو په دې اړه خپل تصمیم ونیوه."

عبدالحفیظ منصور عضو حزب جمعیت اسلامی
عبدالحفیظ منصور عضو حزب جمعیت اسلامی

د ښاغلي منصور په وینا عنایت الله شاداب به د ګوند د نوي رئیس له ټاکلو پورې د جمعیت ګوند د غونډو رهبري په غاړه لري.

د نوموړي په خبره ټاکل شوې، چې په نږدې ورځو کې په کنګره کې د ټاکنو له لارې د جمعیت ګوند رئیس وټاکل شي.

د عطامحمد نور په ملاتړ د جمعیت ګوند په اعلامیه کې راغلي، اسلامي جمعیت د ملي پخلاینې پروسې ملاتړ کوي، او په دغه پروسه کې د مصالحې شورا په بېلابېلو برخو کې د فعال ګډون غوښتونکی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې عطامحمد نور، امیر محمد اسماعیل، محمد یونس قانوي، کلیمالله نقیبي، عنایت الله شاداب، عبدالستار مراد، حاجي حضرت علي، فضل الکریم ایماق، بسم الله محمدي، جنرال باز محمد احمدي په ګډون ۴۷ تنو د صلاح الدین رباني د لرې کېدو پریکړه کړې او پرځای یې عنایت الله شاداب د ټاکلو پرېکړه کړې.

XS
SM
MD
LG