د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د جمعیت ګوند یوې څانګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ژر اعلان وغوښت


ښاغلی عماد له ټاکڼو کمېسیون غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څومره ژر اعلان کړي.
ښاغلی عماد له ټاکڼو کمېسیون غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څومره ژر اعلان کړي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند یوې څانګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.

د سید نورالله عماد په مشرۍ د افغانستان د جمعیت ګوند یوه څانګه چې، له دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند د شورا ګانو د انسجام په نوم فعالیت کوه، نن په کابل د جمعیت اسلامي اود هم پلوو مدني ایتلافونو په نوم د ټاکنو او سولې په تړاو یوې خبرې غونډه کې خپل دریځ اعلان کړ.

د جمعیت اسلامي ګوند د دغې څانګې مشر سید ابراهیم عماد وایي، ځینو کسانو د ټاکنو روان بهیر یرغمل نیولی، چې د خلکو اندیښنې یې را پارولي او د هېواد سیاسي او اقتصادي حالت ته یې زیان اړولی.

ښاغلی عماد له ټاکڼو کمېسیون غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څومره ژر اعلان کړي.

هغه وویل: "مونږ هر څومره ژر د پایلو د اعلان غوښتونکي یو، ځکه د خلکو ورځینی ژوند یې اغیزمن کړی په تېره د غریبو خلکو چیغې ختلې دي."

په عین حال کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د ولسمشریزو ټاکنو تخنیکي چارې بشپړې شوي او له نوماندانو هم هیله ده چې د کمېسیون په چارو کې خنډونه نه جوړوي، بلکې په دې بهیر کې دې سره همکاري وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې کمېسیون سبا له ټاکنیزو ټکټونو، سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او نړیوالو څارونکو سره یوه معلوماتي ناسته ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات

هغه زیاتوي: "کمېسیون به په ځینو برخو کې مالومات وړاندې کړي او له ټولو نوماندانو غواړو، چې د پروسې په وړاندې و نه دریږي او له کمېسیون سره همکاري وکړي، څو لومړنۍ پایلې ژر اعلان کړو."

ښاغلی سادات وایي، له دغې مالوماتي ناستې وروسته به د ټاکنو کمېسیون د لومړنيو پایلو د اعلان په هدف خپله پرېکړه ونیسي.

خو د دغې غوندې په وروستۍ برخه کې پر خبریالانو د پیسو ویشلو د خبریالانو غبرګون را وپاروه.

له غونډې وروسته پر خبریالانو د پیسو ویش د خبریالانو غبرګون راوپاروه.
له غونډې وروسته پر خبریالانو د پیسو ویش د خبریالانو غبرګون راوپاروه.

یو شمېر دغه خبریالان وایي، دا سم کار نه دی.

د اریانا نیوز خبریال سمېع جهېش وویل: "هغه کس ۵۰۰ روپۍ ورکولې او بیا یې پوښتنه کوله چې دا خبر په څو بجو خپروئ، ما غبرګون وښوده او مې ویل چې دا ښه کار نه دی او اشتباه ده."

د ژوندون تلویزیون خبریال خالد وویل: "زمونږ ملګرو دوی له دې کار منع کړه او دا یې یوه دسیسه وبلله."

خو د جمعیت اسلامي ګوند د دغې برخې د رهبري شورا مشر سید ابراهیم عماد خبریالانو ته د پیسو ویشنه ردوي او وایي، د دوی په پالیسۍ کې داشان کړنه ځای نه لري.

XS
SM
MD
LG