د طالبانو قطر دفتر: افغانستان کې مو جګړې کمې کړي

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

طالبان وایي چې دوی په افغانستان کې جګړې کمې کړې دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند دا خبره ازادي راډيو ته وروسته تر دې وکړه چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ وویل، له افغانستان نه په اوسنیو شرایطو کې چې شخړې زیاتې شوې دي، ناټو خپل ځواکونه ژر نه‌شي ایستلی.

د طالبانو ویاند محمد نعیم وایي، د فبرورۍ له ۲۹مې راپه دې خوا چې له امریکایانو سره د سولې هوکړه شوې ده، دوی ټولې ژمنې پر ځای کړې دي او هېڅ‌راز سرغړونه‌یې نه‌ده کړې.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "په عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. پخوا مو د هېواد د ولایتونو پر مرکزونو، قول اردوګانو عملیات کول اوس دا عملیات نه‌شته. بل د هر کال په پيل کې موږ په بېلابېلو نومونو عملیات پيلول. سږ کال موږ دا عملیات نه‌دي اعلان کړي او له ۲۰۱۵ کال راپه دې خوا زموږ د نظامي برخې پرېکړه دا وه چې هر کال به یو یو دوه دوه ولایتونه سقوط کوو، اوس دغه عملیات هم درېدلي دي، همداراز موږ د ولایتونو پر مرکزونو تر اوسه عملیات نه‌دي کړي."

محمد نعیم

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له طالبانو سره‌یې د سولې تړون لاسلیک کړی دی، خبرداری ورکوي چې روانو جګړو د سولې بهیر له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې زموږ هیله دا وه او دا ده چې شخړې کمې شي.

دی زیاتوي دا باور چې د مذاکراتو په مېز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډېر شي، ډېر خطرناکه دی.

دغه ډول چلند د ده په باور کولای شي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخوانۍ ناسمې ارزونې بیا تکرار کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په تېرو ۲۸ ورځو کې طالبانو ۱،۱۶۰ بریدونه کړي چې له امله‌یې ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.

طارق ارین

د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې (یو، اېن، اېچ، سي، ار) په باور په هلمند کې د وروستیو جګړو له امله نږدې ۴۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي چې له دې سره د جګړو له امله روان کال په ټول افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمېر تر دوه لکه ۲۰ زرو واوښت.