ولسمشر غني ولې د جمهوري نظام پر پایښت ټینګار کوي؟

افغان ولسمشر غني په بامیان کې د خبرو پرمهال

د افغانستان ولسمشر وایي، د سولې لپاره هر ډول قرباني ته تیار دی او جمهوريت باید وساتل شي ځکه د ده په وینا دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

اشرف غني دغه څرګندونې پرون بامیان ته د سفر پر مهال په دې ولایت کې په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان له سولې ځکه ویرېږي چې په ټولنه کې ذوب یا ورک نشي.

نوریاس نوري په دې اړه د سیاسي او حقوقي چارو له تحلیلګر نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې اشرف غني له طالبانو سره د سولې د خبرو له پیلېدو سره په افغانستان کې پر جمهوري نظام ټینګار داسې مهال کوي چې په دوحه کې له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي د روانو خبرو چې تراوسه په ابتدایي پړاوکې دي، یوه مهمه موضوع ښایي د راتلونکې نظام مسئله وي نو ولې غني اوس پر دې مسئلې ډېر ټینګار کوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ښاغلي ستانکزي سره مرکه