'د کندهار په میرویس روغتون کې په سمه توګه د ناروغانو درملنه نه کېږي'

کندهار کې میروییس روغتون

د کندهار میرویس روغتون چې ۳۵۰ بستره لري او د حوزې په کچه فعالیت کوي په دې وروستیو کې ورته د لسو ولایتونو ناروغان او د جګړې قربانیان ور وړل کېږي.

دغه حالت د دې لامل شوی چې د یاد روغتون ډاکتران او روغتیا پالان په سمه توګه د ناروغانو درملنه ونه شي کړای او خلک شکایت وکړي.

صادق رښتینی دغه روغتون ته تللی او په دې اړه راپور لري چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور