د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

د دیالیزم د ناروغانو ډېروالي جمهوریت روغتون له ستونزو سره مخ کړی


د پښتورګو پر ناروغیو د اخته ناروغانو ډېروالي د دیالیز د خدمتونو د وړاندې کولو یوازنی روغتون له ستونزو سره مخ کړی دی.

یوه ناروغه صدیقه چې له یوه کال راهیسې د پیښتورګي په ناروغۍ اخته ده او په اوونۍ کې لږترلږه دوه ځلې د دیالیز په خاطر د جمهوریت روغتون ته ورځي، وايي چې هېڅ سرپرست نه لري او مجبوره ده چې د پور په پیسو د دیالیز مواد واخلي.

دا ستونزه یوازې د صدیقې نه، بلکې کوم ناروغان چې دغې څانګې ته ورځي، په دغه روغتون کې له ډېرو لګښتونو شکایت کوي.

اکبر یو بل ناروغ دی چې وايي، په دغه روغتون کې له امکاناتو سره سره اړ دی چې د خپل ناروغ ځیني معاینات په لوړه بیه په خصوصي روغتونونو کې ترسره کړي.

ده وویل: زر افغانۍ مې د ټکسي کرایه ورکړه او ناروغ مې د فرانسویانو روغتون ته یوړ، لومړی یې ۵۳۰۰ افغانۍ وویلې، بیا یې وویل، ۱۳۳۰۰ په دغه روغتون کې ډاکتران ډېر زحمت ګالي، د فرانسویانو په روغتون کې (آی.آر.ای) یو عکس په ۲۰۰۰۰ افغانیو اخلي، که نن ورغېږي او که مړ شي، له روغتونه یې وړم، ځکه نور اقتصادي توان نه لرم.

دغو لګښتونو ورو ورو ګل احمد هم بې وسه کړی، دی د دیالیز د ډېرو لګښتونو له امله اړ شوی چې د زوی د درملنې په خاطر خپل کور خرڅ کړي.

ده وویل: په کابل ښار کې مې یو کور درلود، د ناروغ د درملنې په خاطر مې خرڅ کړ، ټولې پیسې په درملنې ولګېدې نور نه د ناروغ د دیالیز د درملنې توان لرم او نه د کور د کرایې.

دیالیز د درملنې داسې یو ډول دی چې کله چې د یو کس پښتورګي طبیعي فعالیت نه کوي، له ناروغ سره مرسته کوي چې پښتورګی يې په مصنوعي توګه کار وکړي.

کوم کسان چې د پښتورګي په ناروغیو اخته دي، ضرورت لري چې په اوونۍ کې درې ځلې دیالیز شي چې د ویني زاید مواد تصفیه شي.

د کابل د جمهوریت روغتون د هیمودیالیز د مرکزي برخې مسؤل ډاکتر هارون هاجر په یاد روغتون کې د دیالیز د برخې ستونزې مني، خو وايی چې د ستونزې حل ته یې له وزارت سره اړیکې نیولي او وزارت ژمنه کړې چې یاده ستونزه به ډېر ژر حل کړي.

دی وایي: ناروغان چې دغې برخې ته مراجعه کوي، د روغتون له خوا ورته د دیالیز په خاطر څلور قلمه درمل ورکول کېږي، خو په خواشینۍ سره چې دغه درمل له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې خلاص شوي دي، په پروسس کې دي او په نږدې راتلونکې کې به را ورسېږي.

ډاکترهارون د پښتورګو د ناروغیو په زیاتوالي اندېښنه ښيي او وايي چې په دغه روغتون کې د پښتورګو شااوخوا ۱۰۰۰ ناروغان شته چې بېلابېل عمرونه لري او دیالیز ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول د ډیپارټمنټ رئیس سید حبیب اروال په دغه روغتون کې ځینې ستونزې مني او وايي چې وزارت هڅه کوي چې حل یې کړي.

نوموړي زیاته کړه: د ټولو لګښتونو او د ناروغانو د امکاناتو برابرول به ګران وي چې وزارت یې ورکړي، خو په دې کې شک نشته چې ستونزې به وي، کله کله درمل بې وخته خلاص او پر وخت نه اخیستل کېږي، وزارت د دغې ستونزې د حل لپاره د امکان تر حده هڅې کوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د پښتورګو د درملنې او دیالیز مرکزونه په بلخ، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا، کندز، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG