د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

د روغتیايي امکاناتو نشتوالي ډېری معتادین له روغتیايي خدماتو محروم کړي


په کابل کې پر نشه يي توکو روږدي کسان
په کابل کې پر نشه يي توکو روږدي کسان

د روغتیايي امکاناتو نشتوالي ډېری معتادین له روغتیايي خدماتو څخه محروم کړي دي.

که څه هم له نورستان او ارزګان ولايتونو پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د معتادینو د درمنلې لپاره ۸۶ روغتیايي مرکزونه شته، خو هغه معتادين چې دې مرکزونو ته ورغلي وايي چې د ټولو مراجعينود بستري کولو ظرفيت نه لري.

  • نصیر

د نصیر په نوم يو معتاد څه موده مخکې په ننګرهار ولایت کې په خپله خوښه د معتادينو يوه روغتیايي مرکز ته ورغلی و، خو ډاکټرانو په روغتون کې د خالي بستر نه لرلو له امله ځواب کړی و:

"ډاکټرانو وترټلم او راته ویې ویل چې موږ تېره اوونۍ هم درته ويلي وو چې په روغتون کې خالي بستر نشته، ته ولې بیا راغلې؟ تر هغه وروسته مې زړه مات شو او له ځانه سره مې وویل چې ما ته همدا مردار لښتی ښه دی."

نصیر په‌داسې حال کې د روغتیايي خدماتو له نشتوالي څخه شکایت کوي چې په ننګرهار ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز فعال دی، خو د ټولو مراجعينو لپاره کفایت نه‌کوي، له همدې امله نصير د درملنې لپاره په کابل کې د ابن سینا زر بستریز روغتون راغلی دی.

  • ممتاز

د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکی ممتاز بیا وايي چې خپل معتاد خوريی یې ځکه د درملنې لپاره کابل ته راوستلی چې د خپل ولایت په روغتون کې يې ځای نه‌و:

"په ننګرهار کې روغتون شته، د بستري کېدو لپاره دوه درې ځله ورغلم، راته و یې ویل چې ناروغ باید په خپله خوښه درملنې ته غاړه کېږدي، له دې پرته یې نه بستري کوو، بالاخره ناروغ راضي شو چې درملنه يې وشي، خو کله چې بیا ورغلم ویل يې ځای نشته. د روغتیايي مرکز کسانو سم کار نه کاوه."

په کابل او ولایتونو کې روغتیايي مرکزونو ته راغلي معتادين په روغتونونو کې د بسترونو نشتوالی اساسي ستونزه بولي او وايي چې دا ستونزه د ښارونو په پرتله په کلیو او ولسوالیو کې ډېره ده.

نورستان او ارزګان هغه ولايتونه دي چې د معتادینو د درملنې مرکز پکې نشته، له همدې امله د دې دوو ولایتونو خلک خپل معتادین د درملنې لپاره ګاونډیو ولایتونو ته بيايي.

  • سیدرحیم

د ارزګان ولایت يو اوسېدونکی سیدرحیم وايي چې په خپل ولايت کې يې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکز نشته، له همدې امله يې خپل معتاد ورور د نشې پرېښودلو په نيت څو ځله بندي کړی دی:

"دوه کاله کېږي چې ورور مې په نشو اخته دی، ما ډېره هڅه وکړه چې دی نشه پرېږدي، آن دا چې شپږ ځله مې بندي کړ، کله چې به را خلاص شو بېرته به یې نشو ته مخه کړه. په ارزګان ولایت کې د معتادينو د درملنې روغتون نشته، اوس مجبور یو چې کندهار ته يې بوزو، خو د کندهار لاره ناامنه ده او زه دومره مالي توان نه‌لرم چې د درملنې لپاره یې تر کندهاره پورې ورسوم."

  • روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس ۲۴ لکه افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د اعتياد قربانيان دي، خو د دوی د درملنې لپاره يوازې ۸۶ دولتي او غیر دولتي مرکزونه فعالیت کوي، خو دا مرکزونه يوازې د ۴۰۳۵ معتادينو د درملنې ظرفيت او امکانات لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، که معتادین په خپله خوښه دې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، دا مرکزونه کفايت ورته کوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکټر ظفر د معتادینو لپاره د درملنې ظرفیت کافي نه بولي او وايي، سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت میلیونونه ډالر په واک کې درلودل، خو بیا یې هم څومره چې لازمه وه هغومره روغتيايي مرکزونه نه‌دي جوړ کړي:

"له بده‌مرغه چې په وروستیو کلونو کې په‌دې برخه کې میلیونونه ډالر لګېدلي دي، خو ګټوره نتیجه یې نه‌ده ورکړې، ځکه چې دلته د نشه‌يي موادو مافیايي ډلې فعاليت کوي. که موږ په افغانستان کې د نشه‌يي موادو کښت او تولید بند کړو او یا په ښارونو کې د هغو وړو قاچاق کوونکو شمېر را کم کړو چې معتادینو ته نشه‌يي مواد رسوي، د اعتیاد کچه خپله را ټېټېږي."

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

دا چې د معتادينو د درملنې مرکزونه ولې د معتادينو لپاره کفایت نه‌کوي؟

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز يې علت د بودجې کموالی بولي:

"که څه هم د معتادینو د شمېر په پرتله د دوی لپاره جوړ شوي روغتيايي مرکزونه کافي نه‌دي، خو اصلي موضوع دا ده چې معتادین باید په خپله خوښه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي چې درملنه يې وشي. که معتاد په خپله خوښه روغتیايي مرکز ته ولاړ شي، نو د دغه شمېر معتادينو لپاره اوسني روغتيايي مرکزونه کفايت کوي."

ښاغلی ظفر وړانديز کوي، که د معتادینو د درملنې امکانات محدود وي، نو روغتيايي چارواکي باید هغو معتادینو ته لومړیتوب ورکړي چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی او د عامې روغتيا وزرت بايد هڅه وکړي چې په لېرې پرتو سیمو کې هم د معتادينو د درملنې لپاره روغتیايي پروګرامونه جوړ کړي.

راپور: فرید حلیمي

د دې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG