د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د کندهار ډنډ او دامان ولسوالیو کې د خښتو بټیو خلکو ته تنفسي ناروغۍ پیدا کړي


کندهار کې د خښتو بټۍ
کندهار کې د خښتو بټۍ

د خښتو په بټیو کې د ربړونو او نورو ناکاره توکو سوځېدو د کندهار ښار، د ډنډ او دامان ولسوالیو ډېریو اوسېدونکو ته تنفسي ناروغۍ پیدا کړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکې صابره له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په تنفسي ناروغۍ اخته شوې.

دا یوازې صابره نه‌ده، بلکې د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د تنفسي ناروغانو د بستر په څانګه کې ډېر شمېر نور داسې ناروغان هم شته چې ککړې هوا ورته ساه کښل ګران کړي او د درملنې لپاره روغتون ته راغلي دي.

محمد ویس او دوست محمد ازادي رادیو ته وویل چې په دغه دوو ولسواليو کې د خښتو په بټیو کې ټیرونه او نور ناکاره توکي سوځول کېږي چې خلک‌یې په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته کړي دي.

محمد ویس وايي "دا ټولې بټۍ په یو ځل چالانه کېږي او په یوار فعالیت کوي د مازیګر له‌خوا د بټیو ګردونه پر موږ داسې خواره وي لکه یو ورېځ چې وي."

دوست محمد بیا وايي: "هغه خلک چې دلته بټیو ته نږدې دي ډېر په تکلیف دي، زه‌یې وینم چې دلته اکثره مریضان دواخانې ته راځي او تنفسي ناروغۍ لري."

کندهار کې د خښتو بټۍ
کندهار کې د خښتو بټۍ

په کندهار کې د خښتو پخولو ډېری بټۍ په ډنډ او دامان ولسوالیو کې دي چې شمېر یې شااوخوا ۲۰۰ ته رسېږي.

د دغه دوو ولسوالیو ترڅنګ چې کندهار ښار ته نږدې موقعیت لري د ښار په ۱۵مه حوزه کې هم د کلالانو د خټینو لوښو د پخولو بټۍ شته.

د خښتو د بټیو خاوندان پوهېږي چې د سونګ د ناکاره توکو تور لوګي یې خلکو ته تنفسي ناروغۍ پیدا کوي.

محمد اسماعیل چې بې‌وزلي خپله مجبوري بولي وايي، د سونګ د نورو توکو بیې لوړې دي او د کارولو توان‌یې نه‌لري.

په عین وخت کې د کندهار د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال ساتنې د برخې مسؤل ډاکتر نعمت‌الله ازادي راډیو ته وویل چې په تېر ۱۳۹۸ لمریز کال کې شااخوا څلور زره کسان د بېلابېلو تنفسي ناروغیو له امله د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې بستر شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس امان‌الدین حمیدي په استوګنیزو سیمو کې د خښتو د بټیو شتون د چاپېریال د ککړتیا په برخه کې جدي ستونزه بولي او وايي په پلان کې ده چې دغه بټۍ د کندهار شمال د دهلې بند سیمې ته انتقال شي.

دی وايي: "موږ په اداري مجلس کې دا موضوع شریکه کړې، دا یوه جدي ستونزه ده پلان دا دی چې دا بټۍ د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د بند سیمې ته انتقال شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ښاروالۍ هم شااوخوا درې کاله مخکې ژمنه کړې وه چې د خښتو پخولو دغه بټۍ به له استوګنیزو سیمو یو بل مناسبت ځای ته ولېږدوي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG