افغان حکومت د کانونو او صنایعو روڼتیا نړیوال سازمان کې د بیا غړیتوب غوښته وکړه

هارون چخانسوري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو او صنایعو د روڼتيا نړیوال سازمانه د خپل ځنډول شوي غړیتوب د بیا ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

د دې وزارت سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، افغانستان د کانونو د کېندنې، عواید او کنټرول په برخه کې اوس مشخصې تګلارې لري.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان حکومت ژمن دی چې د خپل غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره ټولې شته ستونزې حل کړي څو افغانستان په یاد سازمان کې بېرته خپل غړیتوب ترلاسه کړي او د کانونو په برخه کې لازم پرمختګ او روڼوالی رامنځته شي."

د ښاغلي چخانسوري په خبره، افغان حکومت د کانونو او صنایعو په برخه کې روڼتیا ته ژمن دی.

د کانونو او صنایعو د روڼیتا نړیوال سازمان د ۲۰۱۴ کاله تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې په دې دلیل په یاد سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځڼدولی چې د دغه هېواد د کانونو او صنایعو په سکټور کې د عوایدو په تړاو د روڼتیا نشتون، د کانونو د قانوني او غیر قانوني کېندنو په تړاو د څرګندې تګلارې نشتون او د یاد سازمان له شرایطو سره نه همغږي موجوده ده.

اوس د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې سازمان د بیا غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره یاد ټول شرایط برابر شوي او هیله شته چې له جنیوا کنفرانس نه مخکې د دا ځنډول شوی غړیتوب بېرته تر لاسه کړي.

آرشیف، بغلان کې د کان کارکوونکي

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د دې سازمان د بیا غړیتوب په ترلاسه کولو سره د افغانستان د کانونو او صنایعو برخو ته به د شفافیت يا روڼتیا او څار په برخه کې یو نړیوال باور ور په برخه شي.

اوس پوښتنه داده چې ایا د کانونو سکټور په ریښتیا سره هم د دې سازمان د بیا غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره لازمه شرایط برابر کړي؟

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان ویاند او څېړونکي ناصر تیموري له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "حکومت غواړي د جینوا کنفرانس لپاره دغه ډول اقدامات وکړي، حکومت د دې سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره بنسټیز کارونه نه دي کړي، زموږ وېره دا ده چې د جینوا کنفرانس نه وروسته به دغه موضوع بیا په خپل ځای پاتې شي."

افغانستان په داسې حال کې د کانونو او صنایعو د روڼتيا نړیوال سازمانه په دې سازمان کې د بیا غړیتوب غوښتنه کوي چې د دې هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لا هم کانونه په غیر قانوني ډول کېندل کېږي.

د کلوبل ويټنس نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې وسله والې ډلې په کلنې ډول د کانونو له غیرقانوني کېندونو نه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

همداراز تېره اوونۍافغان ولسمشر د ملي امنیت شورا په امنیتي ناسته کې ټولو امنیتي او دفاعي بنسټونو ته د کانونو د غیر قانوني کېندونو د مخنیوي او د کانونو د خوندي ساتلو په برخه کې د جدي تدابیرو امر وکړ.

ښاغلي غني دغه شان لوګر ته په خپل سفر کې هم په دې ولایت کې د کانونو په ځانګړي د مس عینک کان د کېندنې او چین هېواد سره یې په دې تړاو د خبرو او تړونونو په اړه څرګندونې وکړې.