د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د کانونو او پټرولیم وزارت: د ۵۸۴ سیمو د کانونو د غیرقانوني کیندنو مخه مو نیولې


ارشیف، کان کیندونکي
ارشیف، کان کیندونکي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت مسؤلین وايي، توانېدلي چې په‌دې وروستیو کې د څه کم ۶۰۰ کانونو د غیر قانوني کېندنو مخه ونیسي.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي، هلمند، ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، کندهار، پنجشیر، بدخشان او ځیني نور ولایتونه هغه سیمې دي چې ۱۴۰۰ کاني سیمې په‌کې پېژندل شوي، خو اکثره‌یې د وسله‌والو مخالفینو، سیمه‌ییزو زورواکو او یا د عامو خلکو له‌خوا په غیر قانوني توګه کېندل کېږي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۱» له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د امنیتي ارګانونو په مرسته توانېدلي چې تر اوسه د ۱۴۰۰ کاني سیمو له ډلې، د شااوخوا نیمايي دغو کانونو د غیر قانوني کېندنو مخه ونیسي او خوندي یې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

نوموړي زیاته کړه:

"د احصائیو پر اساس ۱۴۰۰ کاني ساحې پېژندل شوي چې په عملي توګه په‌کې غیر قانوني کېندنې کېدلې، له دې ډلې وتوانېدو چې ۵۸۴ سیمې خوندي کړو. په‌دې وروستیو کې د کانونو د خوندیتوب کمېټه فعاله شوې او هدف‌یې دا دی چې د غیر قانوني کېندنو مخه ونیسي او د قانوني کېندنو تړونونو ته زمینه برابره کړو."

ده وویل، په هغو سیمو کې امنیتي ستونزې وې او کانونه په‌کې په غیر قانوني توګه کېندل کېدل، هلته د امنیتي ځواکونو له‌خوا عملیات کېږي او له کانونو نه د قاچاق کوونکو لاسونه لنډېږي.

د ښاغلي مطفي په خبره یوه کړن‌لاره ترتیب شوې چې له مخې یې تصمیم نیول شوی او په لږه موده کې د ۱۹ ولایتونو په ۱۴۷ کاني ساحو کې له خلکو سره د کانونو د کېندنو قانوني تړونونه وشي.

په‌دې وروستیو کې ځینو کورنیو او بهرنیو څېړنیزو بنسټونو ویلي چې د افغانستان اکثره کانونه د سیمه‌ییزو زورواکو او وسله‌والو مخالفینو له‌خوا په غیر قانوني توګه کېندل کېږي.

دغو بنسټونو دا هم ویلي چې وسله‌وال مخالفین د دغو کانونو له کېندلو نه هر کال څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي او د افغانستان ضد جګړه پرې توده ساتي.

د اقتصادي چارو پوهان په تېره تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وايي، د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینه د کانونو په قانوني کېندنو پورې تړلې، خو د ده په خبره، له ډېرو کلونو راهیسې افغان حکومتونه ونه‌توانېدل چې د دغې ځمکنۍ پانګې د غیر قانوني کېندنو او قاچاق مخه‌یې ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"افغانستان د کانونو په برخه کې ډېر غني هېواد دی، خو په خواشینۍ سره چې دغه ناکاره حکومتونه رامنځته شوي او مافیا چې په افغانستان کې موجوده وه او بهرنۍ هم ورسره یوځای شوه له کانونو نه‌یې ناوړه ګټه واخیسته او بهر ته‌یې قاچاق کړل. په‌دغه برخه کې نه لازمه پانګونه وشوه او نه ترې سمه ګټه پورته شوه."

ښاغلی اکبر وايي، د افغانستان د کانونو د ساتنې لپاره روانې هڅې کافي نه‌دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د نفتو، ګازو، مسو، قیمتي ډبرو، کرومایټو، د ډبرو د سکرو او داسې نورو موادو ډېر کانونه لري چې د ځینو تړونونه له یو شمېر بهرنیو کمپنیو سره وشول، خو د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د ځینو لویو کانونو تړونونه بیا کتنې ته وړاندې شول چې د چارواکو په خبره کارونه روان دي.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د دغه وزارت د پلان له مخې د کانونو ساتنې او کېندلو ته تدابیر نیول شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG