نړۍ کې پر ټولنیزو رسنیو د کرونا ویروس څرنګوالي په اړه ناسم معلومات خپاره شوي

د کرونا ویروس اړوند د انلاین ناسمو مطالبو په اړه پيغام

په نړۍ کې د کرونا ویروس د راپورته کېدو شپږ میاشتې وشوې، په همدې موده کې د یاد ویروس د څرنګوالي په اړه داسې معلومات هم خپاره شول چې ناسم بلل کېږي.

په داسې حال کې چې نړۍ له دې وبا سره په مبارزې بوخته ده، پر ټولنیزو رسنیو د ناسمو کیسو خپرېدو د سمو معلوماتو پټولو ته ګواښ پېښ کړی دی.

په امریکا کې د یوه پوهنتون څېړونکو پر دې غور کړی چې څنګه دا ډول کیسې پلورل شوي، د دې کارونو تر شا څوک دي او حقیقت څه دی؟

د کارنیګي میلن امریکایي پوهنتون د څېړونکو دغه ډله وایي په نړۍ کې د کرونا ویروس په تړاو تر ۱۰۰ ډیر ناسم معلومات خپاره شوي دي.

دغې ډلې چې پر انلاین چینلونو د ناسمو معلوماتو د خپرېدو پر څرنګوالي تحقیقات کوي، په دې وروستیو کې د ناسمو معلوماتو لږتر لږه درې کتګورۍ پېژندلې دي.

د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې او درملنه، په خپله د ویروس خاصیت او هم هغه فرضیې چې ګواکې دا ویروس به ښایي د یوې بیولوژیکي وسلې په توګه کارول شوی وي.

د کارنیګي میلون پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې د سافټ ویر د تحقیقاتو یوه پروفیسوره کاتلین کِرلي چې د یادې څېړنیزې ډلې مشري کوي د پوهنتون پر وېب‌سایټ په دې اړه وضاحت ورکړی.

دا وایي: "ناسم معلومات پر انټرنټ او هرې ټولنیزې رسنۍ شایعات دي او تر ډېره د روبوټونو او یا د هغو خلکو له‌خوا خپاره شوي چې د معلوماتو په ناسم‌والي نه‌پوهېدل."

دا څېړنه ښیي د 'کووېډ-۱۹' د درملنې او مخنیوي ناسم میتودونه د غلطو معلوماتو هغه مشهور عنوانونه دي چې په نړۍ کې تر ډېره په انلاین ډول د روبوټونو له‌خوا خپاره شول.

ارشیف

بیر د کرونا ویروس درملنه نه‌کوي او نه هم اوږه او یا په سوپ کې د مرچکو ورزیاتول د دې ویروس د له‌منځه وړلو لپاره ګټور نه‌دي.

د اوبو او مالګې په محلول د پزې پریمنځل په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدو مخه نه‌شي نیولی.

د ځینو هغو موادو چې د لاسونو د پاکولو لپاره پر انټرنټ خپرېږي، تزریقول مرګوني دي.

ډېری حکومتونو، روغتیايي ادارو او سازمانونو او نورو د دغو ناسمو ادعاوو د خپرېدو لپاره وېب‌سایټونه جوړ کړل.

د برازیل چې کرونا ویروس سخت ځپلی دی، د روغتیا وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لپاره چینلونه جوړ کړل او داسې معلومات خپروي چې دوی په انلاین ډول ترلاسه کړي، خو د هغوی رښتینولي باید وڅېړل شي.

د دې نوښت نتیجه هغه نظریې ردوي چې ګواکي روسیې او چین د 'کووېډ-۱۹' لپاره واکسین جوړ کړی او کافي یا د لیمو چای کولای شي کرونا ویروس تداوي کړي او یا دا چې اوږه په دې برخه کې مرسته کولای شي.

خو د ناسمو خبرونو په اوږده لېست کې د سمو اطلاعاتو بېلګې هم شته لکه دا چې سګرټ څکول د 'کووېډ-۱۹' خطر ډېرولی شي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې هغه نظریې رد کړې چې د الکول څښل د 'کووېډ-۱۹' مخنیوی کوي، یا دا چې د ۱۰ ثانیو لپاره د ساه بندول دا ثابتوي چې څوک په دې ناروغۍ نه‌دی اخته شوی او یا دا چې په بدن کې د لوړې یا ټیټې درجې حرارت دا ناروغي تداوي کوي او یا یې مخنیوی کوي.

ارشیف

د کارنیګي میلون پوهنتون یاده تحقیقاتي ډله وایي د هر بحران پر مهال د ناسمو معلوماتو خپرېدل کېدای شي د هغې د بیا خورېدو سبب شي. دوی تر ډېره د دې اقداماتو په برخه کې حکومتونو ته اشاره کوي چې د مشرانو څرګندونې یې پر وګړو اغېز لري. د مثال په ډول که د یوې درملنې وړاندیز د ټولنې د ځینو کسانو له‌خوا رد او خندوونکي وبلل شي، خو ځیني نور یې بیا مني او تطبیق کوي یې.

  • د همدې معلوماتو لویې اغیزې څه دي؟

په مسکو کې یوه وروستۍ ټول پوښتنه ښیي چې د روسیې په هرو څلورو وګړو کې یو یې باور نه‌لري چې د کرونا ویروس وبا په رښتیا شته.

په امریکا متحده ایالاتو کې یوې سروې ښودلې چې ۳۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې ښایي د کرونا ویروس په یوه لابراتوار کې جوړ شوی وي او دا د هغه څه سره توپیر لري چې ژنتیکي کارپوهانو چې د دې ویروس د منشا په اړه مطالعه کوي، موندلي دي.