د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

نړۍ کې خپرېدونکی کرونا ویروس؛ 'د نړۍ اقتصاد به شااوخوا ۵،۲ سلنه رکود وکړي'


ارشیف
ارشیف

وروسته له هغه چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر اووه میلیونه زیات شو، نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې هېوادونه به له یوه بې‌ساري اقتصادي رکود سره مخامخ شي.

د نړیوال بانک په وینا د اقتصادي رکود په نتيجه کې به میلیونونه کسان له بې‌وزلۍ سره مخامخ شي.

په همدې حال کې د نړۍ ګڼو هېوادونو پرېکړه کړې چې پر خلکو محدودیتونه کم کړي چې اقتصاد بېرته پر پښو ودرېږي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر څلور لکه او نهه زره کسانو ته رسېدلی دی. د دې ادارې په وینا په ټوله نړۍ کې تر اووه میلیونه زیات کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د نړیوال بانک د نړیوالې اقتصادي وړاندوینې راپور د جون میاشتې په اتمه نېته د دوشنبې په ورځ خپور شو. د دې راپور له مخې به روان کال نړیوال اقتصاد ۵،۲ فیصده رکود وکړي. دا له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې دوهم پراخ اقتصادي رکود دی چې هغه مهال ۱۳،۸ فیصده ثبت شوی وو.

د راپور له مخې، شااوخوا ټول مخ پر وده او پرمختيايي هېوادونه به له اقتصادي رکود سره مخامخ شي او ګڼ انسانان به بې‌وزله شي. د معلوماتو له مخې په نړۍ کې د ورځې تر یو ډالر او ۹۰ سنټه کمو پیسو ګټونکو کسانو شمېر له ۷۰ میلیونو تر ۱۰۰ میلیونو ته رسېدای شي.

ارشیف
ارشیف

په امریکا کې اقتصادي رکود په فبرورۍ میاشت کې پیل شو او د جون په اتمه نېټه یو شمېر اقتصاد پوهانو د رکود د پای ته رسېدو اعلان وکړ. په امریکا کې د اقتصادي تحقیق ملي اداره اقتصاد پوهان لري چې د اقتصادي رکود پیل او پای معلوموي.

اقتصادي رکود ډېری وختونه د څو میاشتو مودې پر مهال د اقتصادي فعالیت کې له کمي اټکل کېږي.

حکومتي معلومات ښيي چې په لومړۍ ربعه کې د امریکا اقتصاد ۴،۸ فیصده رکود وکړ که څه هم د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف پر خلکو محدودیتونه په تېرو دوو اوونیو کې وضع شول.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د نړیوال بانک متخصصین خبرداری ورکوي چې که د کرونا ویروس دوهمه څپه راشي، د نړۍ اقتصاد ته به لا زیاته ضربه ورسېږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې باید ډېر ژر محدودیتونه لیرې نه‌کړي ځکه اوس هم کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان شااوخوا اووه میلیونه مثبتې پېښې راپور کړې دي. که څه هم په اروپا کې وضعیت مخ پر سمېدو دی، په نړۍ کې وضعیت خراب شوی دی.

په کرونا ناروغۍ باندې اخته کس
په کرونا ناروغۍ باندې اخته کس

تر یو لک زیاتې پېښې په تېرو نهو یا ۱۰ ورځو کې راپور شوي دي. د جون په اوومه نېټه تر یو لک او ۳۶ زرو زیاتې پېښې راپور شوې او دا په یوه ورځ کې تر بل هر وخت زیات شمېر وو. پرون شااوخوا ۷۵ فیصده پېښې له ۱۰ هېوادونو دي چې ډېری یې په امریکايي او جنوبي اسیا لویه وچه کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG