د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۷ میلیونو پورته شو


ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له اووه میلیونو او له امله‌یې د مړو شمېر له ۴۰۲ زرو کسانو پورته شو.

د هغو کسانو چې درملنه شوې شمېر درې نیم میلیونو ته رسېږي.

اوس‌مهال په امریکا متحده ایالاتو، برازیل او روسیه کې تر ټولو زیات کسان په کرونا اخته شوي او امریکا د هغو هېوادونو په سر کې هم ده چې ډېر کسان‌یې مړه شوي.

په امریکا کې شااوخوا دوه میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې څه باندې یو لک او ۱۰ زره کسان مړه شوي.

دا شمېرې اکثر د جانز هاپکنز پوهنتون او ورلډومیټرز وېب‌پاڼې له‌خوا خپرېږي.

برازیل چې په څه باندې شپږ لکه او ۷۰ زره ناروغانو سره دوهم کتار کې دی په یوه حیرانوونکي اقدام سره د کرونا ویروس په اړه د شمېرو له خپرولو ډډه کړې ده.

د برازیل ولسمشر ژائیر بولسونارو کرونا ویروس یو ساده والګی بللی دی. روسیه چې په ۴۷۰ زره مثبتو قضیو سره درېیمه ده یوازې د نږدې شپږ زره کسانو مړینه تأیید کړې، خو منتقدین وايي چې دا ښايي د روسیې اصلي شمېرې نه‌وي.

XS
SM
MD
LG