د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

نیویارک کې نن ځینې سوداګرۍ بېرته پرانیستل کېږي


د نیویارک ښار یوه څنډه
د نیویارک ښار یوه څنډه

نیویارک ښار چې په امریکا متحده ایالاتو کې تر ټولو ډېر کرونا ویروس ځپلی وو ، په پام کې لري نن د جون اتمه نېټه ځینې سوداګرۍ بېرته پرانېزي.

په دې ښار کې دوه میاشتې وړاندې هره ورځ سلګونه کسان له کویډ ۱۹ ناروغۍ څخه مړه کېدل.

له دې سره هم مهاله په بریتانیا کې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه لګول شوي دي.

د نیویارک چارواکي وایي، اوس په دې ښار کې په ورځني ډول په کرونا ویروس د نویو اخته کېدونکو کسانو شمېر ۵۰۰ ته راکم شوی دی او ورسره د مړینې شمېره هم یو په دوه راټیټه شوې نو د دوی په خبره کېدای شي ځینې سوداګرۍ بېرته پرانيستل شي.

تر دې دوه میاشتې وړاندې به هره ورځ په دې ښار کې سلګونه کسان له کویډ ۱۹ ناروغۍ څخه مړه کېدل.

په ټوله کې په دې ښارکې له یادې ناروغۍ څخه شاوخوا ۲۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

دې ته په کتو چارواکي وایي، یو شمېر سوداګرۍ لکه کارخانې، ساختماني چارې، عمده او هم کوچني پلورنځي به نن بېرته پرانیستل شي.

تمه ده په نیویارک کې د سوداګرۍ د بېرته پرانیستلو په لومړي پړاو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان کارونو ته ولاړ شي.

د نیویارک ښار له پرانیستلو سره هم مهاله په بریتانیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نوي محدودیتونه لګول شوي چې پدې هیواد کې هوایې شرکتونو دا اقدام غندلی دی.

د نویو محدودیتونو د لګولو هدف له بهر څخه د دې ناروغۍ د دوهمې څپې د ورتلومخنیوی بلل شوی دی.

بریتیش ایرویز او نورو هوایې شرکتونو د هغه څه په اړه چې دوی یې نامتناسب او غیر عادلانه بولي، د حکومت پر خلاف قانوني اقدامات پیل کړي.

د حکومت دا نوې پالیسي هم د دې هېواد پر اوسېدونکو او هم هلته پر ورتلونکو کسانو تطبیق کېږي خو ځیني استثنا په کې شته.

د بریتانیا د روغتیا وزیر مات هانکوک ویلي چې دا نوي مقررات منطق لري، ځکه وایې په داسې حال کې چې په بریتانیا کې دننه دا ویروس شته، نو له بهره ورتلونکي به دا ناروغي لا نوره هم ډېره کړي.

د بریتانیا د روغتیا وزیر مات هانکوک
د بریتانیا د روغتیا وزیر مات هانکوک

بریتانیا ته ورتلونکي مسافر اړ دي چې د خپل سفر جزییات او هغه آدرس برابر کړي چېري چې دوی به په قرنطین کې پکي اوسیږي.

په امریکا کې د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمر تر څلور لکه او دوه زره ۴۰۲۰۰۰اوښتی دی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر اوه میلیونه ډېر ښودل شوی دی.

دا معلومات ښیي چې د مړو شمېر په لاتینې امریکا کې ډېر شوی دی.

د ګواتیمالا ولسمشر الخاندرو جیاماتې پرون ویلي چې د ده د دفتر ۱۸ کسان په دې ویروس اخته شوي دي او له کبله به دی خپلې چارې په انلاین ډول له دفتره بهر پر مخ وړي.

د ګواتیمالا ولسمشر الخاندرو جیاماتې
د ګواتیمالا ولسمشر الخاندرو جیاماتې

جیاماتي یوې ټلویزیوني وینا کې وویل چې د ده او د مرستیال د کرونا ویروس آزموینه منفي ده.

که په مرکزې امریکا کې دا ویروس په ډېرېدو دی خو په ختیځه آسیا او اروپا کې بیا د دې ویروس د نویو پېښو او هم د مړینو شمېره په کمېدو ښودل کېږي.

په اروپا کې ډېری هغه هېوادونه چې دې ویروس سخت ځپلي وو، د بېرته پرانیستلو په حال کې دي.

د نوي زیلاند صدراعظم ویلي، د جون له نهمې نېټې څخه به د سرحدونو پرته د کرونا ویروس له کبله ټول لګېدلي بندیزونه لېرې شي.

په دې هېواد کې له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې د کرونا ویروس هېڅ تازه پېښه ثبت شوې نه دهږ

XS
SM
MD
LG