نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې پنټاګون، د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې له افغانستانه د زرګونه سرتېرو د ایستلو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر ته سترګې په لاره دی.

په مطلب کې د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو له قوله په افغانستان کې د تروریزم ضد یوه ځواک د پرېښودو یادونه هم شوې ده.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر د چټکولو خبره وکړه او ویې ویل غواړي څومره ژر چې امکان ولري امریکايي سرتېري له افغانستانه وباسي خو نېټه یې ونه ښوده.

ورځپاڼه لیکي چې طالبانو له امریکا سره د سولې له موافقې سره سم پر امریکايي سرتېرو له حملو ډډه وکړه خو د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې چې په همدې موافقه کې یې سپارښتنه شوې وه تراوسه هم نه دي پیل شوي.

ورځپاڼه د طالبانو په حملو کې د لسګونه ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې له یادونې سره لیکي چې په عین حال کې امریکايي چارواکي لاهم ته سترګې په لاره دي چې ولسمشر ټرمپ به د روان کال د نومبر په دریمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ورځې مخکې له افغانستانه د نورو ځواکونو ایستل اعلان کړي او څرنګه چې ژمنه یې کړې ده، د امریکا تر ټولو اوږده جګړه به پای ته ورسوي.

له ټاکلي وخت مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د دفاع د وزیر مارک ایسپر په ګډون ډېرو اندېښنې ښودلې دي او ښايي د همدې اندېښنو له کبله ښاغلي ایسپر د چارشنبې په ورځ وویل، دی ګومان نه کوي چې ټول امریکايي ځواکونه به له نوامبر میاشتې مخکې له افغانستانه وایستل شي.

واشنګټن پوسټ د مطلب په پای کې لیکي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې راکمول د افغان حکومت، متحدایالاتو او طالبانو مهمه غوښتنه ده او دا په داسې حال کې ده چې ټول اړخونه د دې غوښتنې د عملي کولو د څرنګوالي په اړه د خپل نظرونو پر منلو ټینګار کوي.

ډېری کتونکي په دې باور دي چې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې باید د افغانستان د سولې روان ټکنی بهیر یوې نتیجې ته رسېدلی وي.

  • سټارز اینډ سټرایپس

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تردې سرلیک لاندې چې پنټاګون به د انتخاباتو تر ورځې له افغانستانه د زرګونه سرتېرو د ایستلو طرح وړاندې کړي، یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونه امریکايي سرتېرو د ایستلو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې ته د تیارۍ په حال کې دی.

په هغه موافقه کې چې امریکا او طالبانو د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۹ مه په دوحه کې لاسلیک کړه امریکا ژمنه کړې چې که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې به خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي خو سټارز اینډ سټرایپس په عین حال کې د امریکايي پوځي چارواکو هغه وړاندیز ته اشاره کوي چې په افغانستان کې لږترلږه د تروریزم ضد یوه کوچني ځواک د پاتې کېدو سپارښتنه یې کړې ده.