د کرونا ویروس د خپرېدو وېره؛ د کندهار په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې

د کندهار شاه بازار

د کوچني اختر په را رسېدو سره د کندهار ښار په بازارنو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنوي لپاره کندهار ښار قرنظین و او د خلکو پر ګرځېدو بندیز لګول شوی و.

خلک په داسې حال کې اختر لمانځلو ته چمتوالی نیسي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د خلکو غوښتي چې په اختر کې په کورونو کې پاتې شي څو د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

په کندهار کې د ازادي رادیو خبریال صادق رښتینی د کندهار ښار شاه بازار ته تللی او د هغه خلکو سره یې خبري کړي چې اختر ته یې چمتوالی نیولی:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور