د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

سرچینه: د کندهار والي او ځیني ساتونکي یې په کرونا ویروس اخته شوي


د کندهار والي حیات الله حیات
د کندهار والي حیات الله حیات

د کندهار د والي په دفتر کې یوې سرچینې ویلي چې د کندهار والي حیات‌الله حیات په کرونا ناروغۍ اخته شوی.

سرچینې چې نه‌يې غوښتل نوم‌یې خپور شي، پرون ماخوستن ازادي راډیو ته دا خبر تأييد کړی چې د ښاغلي حیات ترڅنګ د هغه یو شمېر ساتونکي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د سرچینې په وینا والي او د هغه یو شمېر ساتونکو د جمعې په ورځ د کرونا ویروس معاینات د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وو چې د شپې ناوخته‌يې نتيجه مثبته راپور شوه.

په کندهار کې د ازادي راډيو د خبريال د راپور له مخې تر اوسه په دې ولایت کې ۴۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG