سږ کال دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې ګڼ شمېر هېوادونو کې خبریالان له زورزیاتي او ګواښ سره مخامخ دي او چارواکي د کرونا ویروس د راپورونو د سانسور یا پټولو هڅه کوي.
سږکال د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په ټوله نړۍ کې خلک د کرونا ویروس تازه خبرونو ته په تمه وي.
دغه ویروس په ټوله نړۍ کې دوه لکه او درې څلویښت زره کسان مړه کړي او د مخنیوي لپاره یې بندیزونه لګیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي داسې شرایطو کې باید خبریالان په ازاده توګه په هغه څه راپورونه جوړ کړي چې ویني او اوري یې او په اړه یې خپل نظر څرګند کړي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې ځینې حکومتونه په لوی لاس د کرونا په اړه د واقعي راپورونه مخه نیسي او ناسم معلومات خپروي.
دغو حکومتونو په دې کار سره د خبریالانو لاسونه هم تړلي او رسنۍ نه شي کولای چې خلکو ته کره معلومات وړاندې کړي.
مایک پامپیو ویلي: "خبریالان د هغو راپورونو پر سر نیول شوي او یا یې ویب سایټونه بند شوي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه کې یې د چارواکو په اقداماتو نیوکه کړې ده."
ښاغلي پومپیو په دې تړاو د توقیف شویو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه او له حکومتونو یې وغوښتل چې پر رسنیو سانسورپای ته ورسوي.
نوموړي که څه هم اوس د کوم هېواد یادونه نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي و، په چین کې ډاکترانو نه شوای کولای چې د کرونا ویروس په اړه په ازاده خپل نظر څرګند کړي.
د ده په باور، د چین حکومت د معلوماتو د پټولو هڅه کوله او په مارچ میاشت کې یې امریکایي خبریالان هم له چین نه وایستل.
د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، قزاقستان کې هم هغه خبریالان محاکمه یا حساب کتاب ورسره کېږي چې خپلو راپورونو کې د حکومت له ټاکل شویو مقرراتو بهر شي.
د رسنیو د سانسور بله بېلګه ایران ښودل شوی، دغه هېواد کې د اپریل په اته ویشتمه دوه خبریالان د یوه کارتون د جوړېدو له امله ونیول شول.
په دغه کارتون کې د کرونا د مخنیوي په ځینو لارو چارو نیوکه شوې وه.
مصر بل هغه هېواد دی چې د بښنې نړیوال سازمان هلته د رسنیو پر محدودیت اندیښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان د رسنیو د ازادۍ د ورځې په اړه خپله اعلامیه کې ویلي، مصر کې تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیو دومره فشار راغلی چې هلته ژورنالیزم اوس(جرم) بلل کېږي.
ملګرو ملتونو په ۱۹۹۳ کال د مې دریمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ونوموله.
دغه سازمان ویلي، سږ کال به دغه ورځ په انلاین بحثونو او روزنیزو پروګرامونو ولمانځي، دوی د کرونا ویروس دغه لمانځنه هم د ویروس د مخنیوي په خاطر اکتوبر میاشتې ته ځنډولې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیریش هم منلې چې کرونا ویروس د ناسمو معلوماتو، غلطو روغتیایي سپارښتنو او ان وحشي توطیو له امله ډېر خپور شوی دی.