د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

خلوتګر: تېر۴کلونه د افغان خبریالانو په وړاندې خونړي کلونه وه


سږکال د شهیدانو د اوونۍ په لمانځغونډو کې شهید خبریالان هم یاد شول او درناوی یې وشو.

د افغانستان د شهیدانو د اوونۍ د لمانځلو په ناستو کې د خبریالانو اړوند بنسټونو وویل، له تېرو څه باندې اولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې ۱۰۰ خبریالان د پېښو په اړه د خبر او راپور ورکولو پرمهال وژل شوي دي.

د افغان ژورنالیستانو د ملاتړې ادارې اجرائیه رئيس مجیب خلوتګر وايي، په وروستیو ۱۷ کلونو کې وروستي څلور کلونه، د افغان ژورنالستانو لپاره ترټولو زیات له ستونزو، تاوتریخوالو او وژنو نه ډک کلونه دي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په ۱۷ کلونو کې ۹۵ خبریالان له لاسه ورکړي، د خبریالانو د جراحت څه باندی ۱۰۰ او د دوې پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۲۱قضېې ثبتې شوي دي، خو په خواشينۍ سره د ۹۵ وژل شویو خبریالانو له جملې نه ۵۳ قضیې یې د وروستیو څلورو کلونو دي."

د ژورنالیستانو اړوند بنسټونه وايي، په افغانستان کې له ۲۰۰۱ مېلادي کال نه تر ۲۰۱۵ پورې ۴۲ خبریالان خو، له ۲۰۱۵ نه ۲۰۱۸ پورې ۵۳ وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د ثور په لسمه د کابل ښار په شش درک سیمه کې د ازادي راډیو د درې خبریالانو په ګډون یوولس افغان خبریالان ووژل شول.

سربیره پردې د سنبلې په ۱۴ د کابل په دشت برچې کې د ورزش پر میدان ځان وژونکي حمله کې ۲ نور خبریالان ووژل شول.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د خبریالانو د زیانونو اړوند ور رسېدلې اکثره دوسیې څېړل شوي او مربوطې محکمې ته سپارل شوي دي.

د لوې څآرنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کابو ۵۰ قضیې له وروستیو کلونو راهیسې د امنیتي ارګانونو لخوا لوېې څارنوالۍ ته سپارل شوې دې، له نیکه مرغه د دغو قضيو څېړنې بشپړې او محکمو ته لېږل شوي دي، محکمو هم په دې اړه د دوو کلونو، اوږده حبس، اعدام او نغدي جریمو حکومونه صادر کړي او دغه مجازات پلي شوي دي."

بل خوا د ځینو وژل شویو خبریالانو د کورنۍ غړي وايي، د دولت له خوا د شهیدو خبریالانو وارثانو ته لازم پام نه کېږي.

د وژل شوي افغان خبریال شاه مري ورور منیر وايي:

"دا چې موږ په ناځوانۍ سره شیهدانېږو په دې شهادت ویاړو، خو دولت خپل مسؤلیت چیرې اداء کوي؟. دوستان دې فکر نه کوي چې زه يې د ځان لپاره وایم، یقین وکړئ، ځینې دولتي چارواکو حتا د دغو شهیدانو کورنیو ته یوازې فاتحه هم ورنه کړه، شهیدانو د یو یا دوه پروګرامونو جوړول کافي نه دي، بلکې د شهیدانو د کورنیو پوښتنه دې وشي ځکه چې د همدې ټولنې یوقشر دی."

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ژورنالیستانو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی او تدابیر ورته نیول شوي دي.

سربېره پردې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستې وزیرې حسینه صافي وویل، د ژورنالیستانو د خوندیتوب لپاره ېې د خبریالانو د بنسټونو او دولتي ارګانونو په مشوره، یو کړنلاره جوړه کړې چې له پلي کېدو سره به یې نه یوازې د خبریالانو خوندیتوب بلکې، حقوق او امتیازات هم خوندیتوب شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG