خلیل‌زاد د طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی

ارشیف، زلمی خلیل‌زاد د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او نور طالب چارواکو سره

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی، د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د خبرو لپاره د قطر مرکز دوحې ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمی خلیل‌زاد به له طالبانو سره په هغو ننګونو خبرې وکړي چې د امریکا او دې ډلې ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په وړاندې موجودې دي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم وايي د دغه دفتر مشر ملا برادر او د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د امریکا او طالبانو له موافقې د سرغړونې په څېر پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه په ټویټر کې لیکلي، پرونۍ کتنه د قطر د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال په کوربه‌توب وشوه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

د شاهین په خبره په دې کتنه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم حاضر و.

د طالبانو ویاند زیاتوي چې په دې کتنه کې د موافقې د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع، د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حل‌لارو خبرې وشوې.

زلمی خلیل‌زاد دا سفر په داسې حال کې کوي چې تېره اوونۍ وسله‌والو طالبانو وویل له افغان حکومت سره د زندانیانو د خوشې کولو پر سر د اختلاف له کبله خبرې اترې نه‌کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت له خپله اړخه مؤثر اقدامات کړي او اوس د طالبانو نوبت دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال

هغه زیاته کړه: "د افغانستان حکومت د سولې لپاره مؤثر ګامونه اخیستي. مرکچي پلاوی اعلان شوی، ډېر ژر به د مصالحې عالي شورا هم اعلان شي چې په‌کې به بانفوذه شخصیتونه او سیاستوال شامل وي. د زندانیانو په اړه هم د ولسمشر د فرمان سره سم کار شوی دی او د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر پیل شوی دی."

طالبان تمه لري چې د امریکايي لوري سره د کړي تړون له مخې دې د افغان حکومت له زندانونو څخه شااوخوا پنځه زره طالب بندیان خوشې شي.

افغان ولسمشر بیا د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د مشروط خوشې کېدو وړاندیز کړی او د حکومت شرط دا دی چې دا کسان به بېرته د جګړو لیکو ته نه‌ستنېږي. د نورو بندیانو خوشې کول هم د بین‌الافغاني خبرو په پیل او طالبانو له‌خوا د اوربند په منلو پورې تړل شوي دي.

تېره اوونۍ له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو لومړۍ ډله خوشې شوه.

د بګرام له زندان څخه خلاص شوي طالب بندیان

امریکا او طالبانو د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې‌یې باید د مارچ میاشتې په ۱۰مه نېټه بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وی.

خو اوس چې د دواړو خواوو ترمنځ د تړون له لاسلیک څخه نږدې یوه نیمه میاشت تېره شوې، تر اوسه بین‌الافغاني خبرې نه‌دي پیل شوي.

د ارګ مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، اوس د دې وخت دی چې طالبان د سولې لپاره خپله اراده ثابته کړي.

نوموړي وویل: "موږ منتظر یوو. د افغانستان حکومت او خلک تمه لري چې طالبان هم ګام واخلي او د سولې لپاره خپل نیت په ډاګه کړي."

طالبانو د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه اسیران خوشې کړل او په کندهار کې‌یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلي، خو د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، هغه کسان چې خوشې شوي غیر نظامیان دي او تېر کال‌یې له پولیسو سره خپلې دندې پرېښې وې.

تادین خان

تادین خان: د طالبانو له لوري خوشې شوي ۲۰ کسان ټول ملکیان دي

خو له دې ټولو سره د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد دوحې ته له سفر یوه ورځ مخکې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې هرکلی وکړ.

زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر ولیکل چې د بندیانو خوشې کول، د سولې او تاوتریخوالي د کمولو لپاره مهم ګام دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې د ورځې په اعلامیه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون په وړاندې د شتو ننګونو جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو مخکې تر دې یو شمېر نړیوالو رسنیو په کابل کې د ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي جنجال، د طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر اختلافات، د بین‌الافغاني خبرو په پیل کې ځنډ له هغو ننګونو بللي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون عملي کېدل‌یې ستونزمن کړي دي.