نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۱۶۰۰۰ واوښت

ارشیف: د کرونا ویروس ټسټ ټیوب

په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۱۶۰۰۰ واوښت او په دې ویروس تر ۳ لکه او ۶۷ زرو ډېر کسان اخته شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په ایټالیا کې تر بل هر هېواد په کرونا ویروس ډېر کسان مړه شوي دي.

د مړو شمېر په‌کې تر پرون پورې تر ۶۰۰۰ واوښت او تر ۶۴۰۰۰ ډېر کسان په دې ویروس اخته دي.

تر ایټالیا وروسته د چین نوم راځي چې کرونا ویروس په‌کې د لومړي وار لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې خپور شو. په چین کې تر پرون دوشنبه له ۳۲۷۰ زیات کسان مړه شوي دي.

که څه هم په چین کې په کرونا وایروس د اخته شویو کسانو شمېر تر ۸۱۵۰۰ اوښتی، خو پیکنګ وايي له دې ناروغۍ نږدې ۷۳۰۰۰ کسان روغ شوي هم دي.

ارشیف

خو د امریکا متحده ایالاتو چې په تېرو اوونیو کې یې په نورو هېوادونو کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې چارې څارلې اوس په کرونا د اخته کسانو د شمېر له مخې په درېیم کتار کې راغلی دی.

په امریکا کې تر ۴۱ زرو او ۵۰۰ ډېر کسان په کرونا اخته شوي او تر ۵۰۰ ډېر کسان‌یې په نتیجه کې مړه شوي دي.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز یوه عمومي جراح جیروم اډمز پرون «اېن بي سي» ټلوېزیون ته وویل: "زه غواړم امریکايان په دې پوه شي چې وضعیت به نور هم بدتره شي، ځکه ډېر کسان دغه ناروغي بابېزه ګڼي."

دغه چارواکي ویلي تر ډېره ځوانان خپل تګ راتګ نه‌محدودوي او له ګڼه ګوڼې ځانونه لیرې نه‌ساتي.

بله‌خوا په جنوا کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) عمومي مشر د کرونا ویروس چټک خپرېدل د اندېښنې وړ وبلل.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر تدروس ادهانوم

تدروس ادهانوم ګبرياسوس پرون دوشنبه یوه کنفرانس ته وویل، پر کرونا ویروس غلبه جدي اقدام ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "د بریا لپاره اړتیا لرو په تهاجمي او هدفمنو تاکتیکونو سره پر کرونا ویروس حمله وکړو. هره مشکوکه پېښه وازمویو، هر کس چې د اخته کېدو پېښه‌یې مثبته وي وڅارل شي او له نورو بېل کړای شي، هر څوک چې نږدې فزيکي تماس ورسره لري تعقیب او قرنطین شي."

د نړۍ په سطحه هغه هېواد چې کرونا ویروس ډېر اغېزمن کړی او په څلورم کتار کې راغلی اسپانیا ده.

په دغه هېواد کې په کرونا ویروس تر ۳۳ زرو ډېر کسان اخته دي او روغتيايي چارواکي وايي تر ۲۲۰۰ ډېر کسان‌یې په نتیجه کې مړه شوي دي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

کرونا وایروس د نړۍ هر کونج ته رسېدلی او د ځینو رهبرانو په څېر د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل هم د دغه وایروس د خپرېدو له کبله اغېزمنه شوې ده.

وروسته له هغې چې دا ۶۵ کلنه رهبره خبره شوه، هغه ډاکټر چې دا تېره جمعه د یوه واکسین لپاره ورغلې وه په کرونه وایروس اخته شوی، هغې ځان قرنطین کړی دی.

په جرمني کې چې تر پرون پورې په کرونا ویروس څه باندې ۲۹۰۰۰ کسان اخته وو، خلکو ته امر شوی چې له یو بله فاصله ولري او لویې غونډې دې نه‌کوي. په دغه هېواد کې په کرونا ویروس نږدې ۱۲۰ کسان مړه شوي دي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

د روغتیا نړيوال سازمان وایي کرونا ویروس تقریباً د نړۍ هر هېواد ته رسېدلی دی.